روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کورنی تولیدات د افغانستان اقتصاد پیاوړی کوی

افغانستان چې ښه اقلیم ، ښې مځکې او ښې اوبه لری داهغه امکانات دی چې د یو هېواد د پرمختګ  لپاره ضروری دی که افغان حکومت له دغو ښېګڼو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړې ده،  بې له شکه به مو هېواد پرمختګ وکړی او هم به بې روزګارو او بېکارو افغانانو ته په هېواد د ننه کې دکار زمینه برابره شی، خو له بده مرغه جنګ او ناامنۍ افغان حکومت او افغان ولس ته موقع نه ورکوی چې په بشپړ ډول د هېواد پرمختګ ته پاملرنه وکړی . دغه راز بهرنۍ په ځانګړې ډول د پاکستان لاس وهنې هغه څه دی چې افغانان د افغانستان په آبادولو کې هر فرصت له لاسه ورکړی او ونه توانېږی چې هېواد یې دوامدارې سولې ته ورسېږی او په آرامه خپله سا وکاږی.  هرڅومره چې په خوله ووایی چې په افغانستان کې سوله غواړی، خو بیا هم په عمل کې د خپلې وینا پرخلاف کارونه کوی او خپلو لاسوهنو ته دوام ورکوی، چې افغان حکومت دا فرصت ترلاسه نه کړی چې خپل هېواد آباد کړی ، نړیوالو پاکستان ډېر ښه پېژندلی، چې  په خوله یو څه وایی او په عمل کې بل څه کوی.  مشهور امریکایی شنونکی مایکل  روبین وایی: د دې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا د سولې هڅې نتیجه ورکړی باید امریکا پرپاکستان فشار راوړی چې همکارۍ ته تیار شی. همدا د جنګ جګړو وجه ده چې د هېواد پرمختګ ته زمینه برابره شوې او له دې امله په هېواد کې ډېر افغانان بېکاره دی او ورځ تربلې د بېکارو شمېر زیاتېږی. د ارقامو له مخې په هېواد کې دوه اعشاره پینځه میلیونه افغانان بېکاره دی او دا هم په داسې حال کې چې په کال کې څلور سوه زره نوی کارګر د بېکارانو پر ډله ور زیاتېږی ، خو له دغه ډول ستونزو سره سره بیا هم افغان حکومت هڅه کوی چې بېلابېلې پروژې ، تولیدی کارخانې او صنعتی پارکونه تیار او په کارواچوی،چې هېواد مو پرمختګ وکړی او هم افغانانو ته په خپل هېواد کې دکار زمینه برابره شی.  د افغانستان دکرنې او مالدارۍ وزارت وایی: د اورښتونو له کبله سږ کال په هېواد کې د غنمو حاصلات پنځه اعشاریه دوه میلیونه ټنه زیات شوی دی . دکرنې وزیر وایی: د بامیانو دکچالیو لپاره به د چپسو داسې یوه لویه فابریکه جوړه کړی چې د ورځې به پنځه سوه متریکه ټنه چپس تولید کړی.  دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د راپور له مخې تېرکال په افغانستان کې شاو خوا اووه سوه زره کسان د وچکالۍ او جګړو له امله له خپلو کورونو بېځایه شوی وو. د ۲۰۱۸ م کال د اکتوبر په میاشت کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې لږ ترلږه دری میلیونه افغانان بېړنیو خوراکی توکو ته اړتیا لری او که مرسته ونه شی،نو له قحطۍ سره به مخ شی. ملګرو ملتونو له افغانستان سره ۱۹ میلیونه ډالر مرسته وکړه. دا مرسته شوې پیسې به ۴۱ زره زده کوونکو ته د ښوونځیو ۲۴۲ زره کسانو ته د خوړو په برابرولو ، کرنې او دغه راز په نورو برخوکې ولګول شی.  په دې وروستیو کې دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ  وزیر په بلخ کې د چرګانو د خوراکی توکو یوه تولیدی فابریکه ګټې اخیستنې ته وسپارله. دغه فابریکه د مفید ګروپ صنعتی شرکت له خوا د اتو میلیونو ډالرو په پانګوالې سره جوړې شوی دی د چرګانو د خوراکی توکو د تولید فابریکه ورځ کې د چرګانو لپاره ۲۴۰ ټنه خوراکی توکی او د غوړیو د تولید فابریکه په ورځ کې د ۲۵۰ ټنه د سویابینو ، جوارو ، زغرو او کنڅلو غوړی تولیدوی په هغې  غونډه کې چې د دغو فابریکو د پرانیستې په موخه جوړه شوې وه، د بلخ ولایت د چرګانو د روزنې د اتحادیې مشر دکرنې وزارت له خوا د خصوصی سکتور د حمایتی طرحې له پلې کېدو څخه د مننې ترڅنګ وویل: په بلخ کې د چرګانو ۶۲۴ فارمونه شتون لری چې د چرګانو د خوراکی توکو د تولید ، د چرګوړو د تولید،  غوښې او هګیو په برخه کې فعالیت کوی چې له بهره د زړو چرګانو پر وارداتو  محدودیت د دې لامل شوی چې یاد صنعت وده وکړی.  همدارنګه  د (( بڼوالۍ  د ځنځیری ارزښت پراختیا)) د پروژې چارې په روان کال د چنګاښ میاشتې په پنځمه دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ د وزیر نصیراحمد درانی له خوا پیل شوې، دغه پروژه د زېربنا وو د ودې اوښو کولو او د بڼوالۍ د محصولاتو ارزښت په موخه د شپږو کلونو په ترڅ کې د هېواد په ۱۱ولایتونوکې پلې کېږی، د دې  پروژې په پرانیست غونډه کې نصیراحمد درانی وویل: دکرنې  اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د  پراختیا کړنلارې پربنسټ د دې پروژې له لارې زموږ د هېواد په ۱۱ ولایتونو کابل، وردګو، غزنی ، پکتیکا ، پکتیا ،خوست ،لوګر ،ننګرهار ، بامیانو ، کونړ او لغمان ) کې د بڼوالۍ د ځنځیری ارزښت په برخه کې د شپږو کلونو په ترڅ کې ۱۵۰ میلیونه ډالره لګول کېږی. دغه پروژه په دوه یا دری کلنو پړاوونو کې هر پړاو د ۷۵ میلیونو ډالرو په لګښت پلې کېږی ، دکرنې وزیر زیاته کړه: زه په ډاډ سره ویلی شم چې د دې پروژې په پلی کېدو سره به مو  تولیدات ډېر، معیاری او د محصولاتو پیسې به لوړې شی . په ورته وخت کې د ملی اقتصاد د ودې او  د سوداګریز بیلانس په برخه کې هم رغنده رول لری او  تر ټولو مهم دا چې ځوانانو او مېرمنو ته په کې د کار زمینه برابرېږی. دغه پروژه چې په افغانستان کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په برخه کې کار کوی د آسیایی پراختیا بانک له خوا تمویلېږی.  د سوداګرۍ  او صنایعو خونې رییس شېربازکمین زاده وایی: سږ کال صنعت اووه سلنه وده کړې او زموږ صادرات یو میلیارد ډالره ته رسېدلی دی. دغه راز د هېواد په کچه ۳۲۰۰ فابریکې لرو چې هېوادوال مو په ویاړ سره تولیدات پېری. ازبکستان د افغانستان د نساجیو صنعت په وده کې مرسته کوی د معلوماتو پربنسټ ازبکستان به په افغانستان کې د نساجۍ صنعت په بېرته فعالولو کې مرسته وکړی د ازبکستان د نساجیو د صنعت ټولنې او د افغانستان د دولتی شرکتونو ټولنې د روان کال د حمل میاشتې په ۱۹ مه نېټه د همکارۍ یویادداشت لاسلیک کړ، چې د نساجیو د محصولاتو د تولید فعالیت له سره پیل شی.

قاطع شینواری

ممکن است شما دوست داشته باشید