روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

که طالبان سوله ونه کړی، بایډن به خپله پرېکړه بېرته واخلی

اکسپریس ټربیون ورځپاڼې په تازه بیان کې د افغانستان اوسنی وضعیت ته کتنه کړې او ویلی یې چې په افغانستان کې حالت خراب دی او وېره ده چې دا حالت د دې لامل نه شی چې بایډن پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړی.په مطلب کې راځی ،چې ښایی همداسې وشی او دا پرېکړه له امکانه لری هم نه ده، چې بایډن به بېرته پر خپله پرېکړه کتنه او بېرته له سره غور وکړی.مالومات ښیې: که څه هم بایډن بې شرایطو دومره لوی قدم پورته کړ، چې د امریکا په تاریخ کې یې د اوږدې جګړې د پای ته رسولو تکل وکړ، خو خلکو داسې فکر نه کاوه، خو د افغانستان اوسنی وضعیت اندېښنموونکی دی.مطلب کې راځی په نږدې راتلوونکې کې د افغانستان په هکله د ترکیې کنفرانس جوړېږی، چې افغان دولت په دغه کنفرانس کې  ګډون کوی ،خو طالبانو په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره نه وېیلی او کېدای شی، چې ګډون ونه کړی ،خو که داسې وشی ،چې د سولې پروسه زیانمنېږی او دا د سیمې د هېوادونو په تاوان دی ،نو بیا هرومرو پاکستان، چین، روسیه او ترکیه پر طالبانو فشار راوړی چې په دې غونډه کې باید ګډون وکړ او د سولې پروسه بریالۍ کړی.بایډن پر داسې مهال د خپلو سرتېریو د وتلو اعلام وکړ چې تر بل هروخت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی او په لری پرتو سیمو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کوی چې سیمه ییز هېوادونه او افغانان یې اندېښمن کړی.که چیری تاوتریخوالی همداسې ادامه پیدا کړی ،نو ښایی د سپټمبر میاشت کې هم امریکایانو ته ووېیل شی، چې وضعیت خرابیدونکی دی او افغانستان په ناورین اوړی ،نو حتمی خبره ده، چې امریکا به د دې خطرونو د دفعې لپاره یوڅه کوی، خو د شننونکو او هېوادونو له نظره خطرونه لا له وړاندې متوجې دی هغوی وایی، چې د امریکایی ځواکونو په وتلو سره به یوځل بیا افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شی ،چې د افغانستان سره سره به سیمې او امریکا ته لوی ګواښ پېښ کړی دوی وایی، چې امریکا باید په مناسبو شرایطو کې له افغانستانه ووزی.

ممکن است شما دوست داشته باشید