روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

که طالبان د سولې لپاره طرحه لری وړاندې دې کړی

 ولسمشر محمد اشرف غنی وایی: جګړه طالبانو پیل کړې او مسوولیت یې هم ددغې ډلې پر غاړه دی.

ولسمشرغنی، چې د جوزا ۲۹تمه مازدیګر مهال یې د ملی دفاع، کورنیو چارو او د کلیو او پراختیا وزارتونو د سرپرستانو او د وسله وال پوځ د لوی درستیز په مراسمو کې خبرې کولې ووېیل، چې افغان ځواکونه پیاوړی دی او تر څنګ یې حکومت د سولې لپاره هم واضح طرحه هم لری.د ارګ په خبرپاڼه کې راغلی ،چې ولسمشر طالبان د جګړې پیلوونکی وبلل او په خبره یې دغې ډلې جګړه پیل کړې ده، د پردیو تورو ډلو په اشاره عامه تاسیسات ورانوی او د سولې لپاره هېڅ راز واضح طرحه نه لری.ولسمشر زیاته کړه: ((جګړه طالب پیل کړې او مسوول یې همدوی دی. موږ د سولې لپاره منظمه طرحه له نړیوالو او افغانانو سره شریکه کړه، خو د طالب طرحه چېرته ده؟ طالبان د تورو شبکو په اشاره افغانستان ورانوی، دوی باید یو انتخاب وکړی، سوله کوی او که له افغان ولس سره دښمنۍ ته دوام ورکوی؟ که دښمنی کوی، ولس به یې په قاطعیت ځواب ورکړی.))د خبرپاڼې له مخې هغه ووېیل، چې د جګړې د دوام ټول مسوولیت پر وسله والو طالبانو دی او دغه راز یې د ملکی تلفاتو زیاتېدو ته په اشارې پر نړیوالې ټولنې هم غږ وکړ، چې د طالبانو له لوری پر روانو فعالیتونو بې طرفه پاتې نه شی او دا ومنی چې دغې ډلې د افغانانو بشری حقونه تر پښو لاندې کړی دی.ولسمشرمحمد اشرف غنی همدا راز په دې مراسمو کې د امنیتی ادارو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د یادو اداراتو ترمنځ په روان وضعیت کې لا ډېرې او پیاوړې همغږې ته اړتیا ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید