د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
که طالبان د امریکا ګټې له خطر سره مخ کړی بیا به وځپل شی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته حاضر شو او د افغانستان په اړهیې د سناتورانو اندېښنو ته ځواب ووایه.سناتوران له دې درکه اندېښمن وو، چې که امریکایی پوځیان له افغانستانه ووتل او طالبان بیا واک ته ورسېدل، د ښځو حقونه به څنګه شی او ایا افغانستان به بیا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شی!؟ښاغلی خلیلزاد وویل: که طالبان وغواړی ،چې د امریکا ګټې له خطر سره مخ کړی، نو بیا به وځپل شی.ده زیاته کړه، که احیاناً طالبان واک ته ورسېدل او د ښځو حقونو تهیې درناوی ونهکړ، له افغانستان سره د امریکا مرستې به ودرول شی.خلیلزاد وویل: امریکا له خپلو سلګونو میلیون ډالرو مرستې څخه پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره کار اخیستلی شی ،چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړی.ده زیاته کړه: طالبانو تهیې ویلی، چې که د امریکا مرستې غواړئ، که د نړیوالې ټولنې غوښتونکی یاست او غواړئ چې له انزوا راووځئ دا ټول له دې سره تړاو لری ،چې له خلکو سره څه ډول چلند کوئ. تر ټولو وړاندې له ښځو، ماشومانو او اقلیتونو سره.د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړیو په افغانستان کې د بشری حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه ښکاره کړه.خلیلزاد د سنا جرګې غړو ته وویل ،چې ده په زغرده ویلی چې له ترورېزمه وروسته د امریکا لپاره بشری حقونه په ځانګړی ډول د ښځو حقونه مهم دی.ده دا هم وویل، چې امریکا غواړی د افغانستان د سولې په راتلونکو خبرو کې ښځې او اقلیتونه برخه ولری.په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن په مرکه کې وویل: افغانستان ته د ۳۰۰ میلیون ډالره بشری مرستې د ورکولو په اړه د ولسمشر بایډن حکومت له کانګرېس سره کار کوی.