د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی، که د حکومت او طالبانو لوری د بندیانو تبادله چټکه نه کړی، ملکی تلفات به نور هم زیات شی.ښاغلی خلیلزاد د یوناما له خوا د ملکی تلفاتو د تازه خپاره کړی راپور په اړه په څو پرله پسې ټوېتونو کې ویلی، د ملکی تلفاتو په اړه یې د ۲۰۲۰ م کال په لومړۍ ربعه کې د ملکی تلفاتو راپور ولوست ، خو پر وینا یې، چې د فبرورۍ په میاشت کې د تاوتریخوالی د راکمېدو له امله د تېر ۲۰۱۹ م کال د همدې مودې په پرتله د ملکی تلفاتو کچه هم ۲۹ سلنه کمه شوې.خلیلزاد ټینګار کړی ، چې طالبان او افغان حکومت باید د بندیانو د خوشې کولو هڅې ګړندۍ او تاوتریخوالی راکم کړی: (( څومره چې دا لړۍ چټکه شی هومره ژر افغانی مذاکراتو، جوړجاړی او اوربند خواته نږدې کېږو.))خلیلزاد ټینګار کړی، چې په دې برخه کې ځنډ به دواړو لوریو ته د افغانانو د وژل کېدو شمېره لوړه کړی، په داسې حال کې چې د خلیلزاد پر وینا اصلی دښمن کورونا یا کوویډ ۱۹ ناروغی ده.خلیلزد دا خبرې په داسې حال کې کړې ، چې یوناما په تازه راپور کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د ۵۳۱ ملکیانو د وژل کېدو او د نږدې ۹۰۰ نورو د ژوبلېدو خبر ورکړی او ویلی یې دی چې د ملکی تلفاتو ۳۹ سلنه پړه پر طالبانو ده.افغان حکومت هم په ورته راپور کې ویلی، چې طالبان د سولې او اوربند موضوع ته ژمنتیا نه ښیی او تاوتریخوالی ته یې دوام ورکړی دی.