د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
کرېکټ بورډ په خبر پاڼه کې وېیلی، چې کرېکټ د ملی لوبډلې د مشر روزونکی لانس کلوزنر سره د کرېکټ بورډ کاری تړون د روان کال د دسمبر میاشتې په ۳۱مه پای ته رسېږی او زیاته شوې ،چې د افغانستان د راتلونکو سیالیو لپاره به یو بل کس د مشر روزونکی په توګه وګماری.د کرېکټ بورډ په وینا د لانس کلوزنر تر روزنې لاندې افغانستان ۶ یو ورځنې لوبې کړی ،چې له دې ډلې یې درې ګټلی او درې بایللی دی.په دې موده کې افغانستان ۱۴ شل اوریزې لوبې هم کړی ،چې افغانستان یې نهه لوبې ګټلی دی. د کلوزنر په کاری موده کې ملی لوبډلې درې ټسټ لوبې هم کړی چې یوازې یوه لوبه یې ګټلې ده.لانس کلوزنر د ۲۰۱۹م کال په سپتمبر میاشت کې د افغان لوبډلې د مشر روزونکی په توګه ګمارل شوی وو، چې په دې موده کې د افغانستان کرېکټ هم لوړې ژورې درلودلې.