د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو په رای شمېرنه بوخت دی، چې پاکې رایې له ناپاکو او سپینې رایې له تورو بېلې کړی.د تلې په ۶ مه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون دنده لری، چې دکاندیدانو په رای شمېرنه کې له دقت او بې پریتوب څخه کار واخلی.
د ټولنیزو چارو کارپوهې نسرین (( ترین )) د هېواد ورځپاڼې د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې ،چې د دښمن له ګواښونو سره سره ،چې رای ورکوونکو ته یې کړی وو، ټاکنې په بریالیتوب پای ته ورسېدې. ستاسو له آنده دغه ټاکنې څنګه وې؟ داسې وویل: ولسمشریزې ټاکنې د خلکو لپاره یوه اړتیا ده . له نېکه مرغه د تلې په ۶ مه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.د ولسمشریزو ټاکنو پرضد د بېلابېلو خلکو، ګوندونو او نورو کړیو له خوا هڅې کېدلې ،چې ټاکنې لغوه او پرځای یې ((مؤقت حکومت)) جوړ شی، خو ولسمشریزې ټاکنې پرته له ځنډه په ټاکلې نېټه ترسره شوې، د خلکو او نړیوالو ټولنو له خوا یې تود هرکلی وشو.
هغو هېوادوالو چې د طالبانو د ګواښونو او ترهګریزو وحشیانه بریدونو له امله په ټاکنو کې ګډون نه وکړی، ټاکنې په پوره امنیت او ډاډ پای ته ورسېدې. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروسته له ټاکنو اعلام وکړ، چې د ټاکنو لومړۍ پایله به د تلې په ۲۷ مه اعلام شی او بشپړه پایله به د لړم په ۱۶ مه مالومه شی، یاد کمېسیون له کاندیدانو غوښتی وو چې له زغم او حوصلې کار واخلی، څو د رایو پایله اعلامېږی. زموږ هېوادوالو په پوره ایماندارۍ او خوښۍ سره په ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون وکړ او د خپلو غوښتنو وړ کاندیدانو ته یې خپلې رایې وکارولې. دې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ((موقت حکومت)) د رامنځ ته کېدو طرحه ناکامه شوه او ولسمشریزې ټاکنې وشوې. ستاسو له آنده د خلکو ملاتړ له دولته څومره اغېزمن او ارزښتناک و؟ څرګنده کړه : په نړیواله کچه له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې یو لړ سیاسی جوړښتونه منځ ته راځی ،چې سیاسی ګوندونه او نورې ټولنې له دغه بهیره ګټه پورته کړای شی، له نېکه مرغه د افغانستان خلکو له ولسمشریزو ټاکنو څخه ملاتړ وکړ، نو ځکه دغه ټاکنې په بر یالیتوب پای ته ورسېدې. د ټاکنو په له منځه وړلو کې د بهرنیو هېوادونو اوکړیو لاس هم و، چې په افغانستان کې څنګه یوځل بیا کړکېچ او بحران منځ ته راشی او اتلس کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شی. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټاکلې نېټه ، د افغانستان د دولت ځواکمنی او غښتلتیا ښیی،چې د ټولو ګواښونو ، ناورینونو او خطرونو سره سره یې ټاکنې ترسره کړې او خپلو ژمنو او وعدو ته یې د عمل جامه ور واغوستله . د افغانستان په جنګی شرایطو کې د ټاکنو ترسره کول ستونزمن کار دی. له نېکه مرغه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په خپل کارکې بریالی شوی او د رایو په اعلامولو سره به لا بریالی شی. آغلې ترین د دې پوښتنې په ځواب کې چې بیا هم د ځینو ګوندونو، ټولنو او کاندیدانو له خوا د ټاکنو د اعلام پروسه له ګواښ سره مخ شوه ،چې ناکامه شی. ستا له آنده دغه هلې ځلې څنګه دی؟ ډاګیزه کړه: همدا اوس هم ،چې د ټاکنو پایله نه ده اعلام شوې، کاندیدان په خپله ګټه تبلیغات کوی او غونډې جوړوی، خلکو ته د ولسمشریزو ټاکنو بریالی کاندیدان ورپېژنی. د دې لپاره چې د ټاکنو د شمېرلو روڼتیا وساتل شی، کاندیدان دې په تمه وی،چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټاکلې نېټه پایله اعلام کړی او د یو بل پر وړاندې له ناوړو تبلیغاتو ډډه وکړی. د ټاکنو خپلواک کمېسیون دنده لری چې د کاندیدانو رایې په دقت سره وشمېری.
دا چې د افغانستان شرایط جنګی دی د رایو لېږد او شمېرنه وخت نیسی. خلکو ته ځینې کاندیدان د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی ور پېژنی، د ټاکنو له قانون سره په ټکر کې دی،چې دا کار ډېرې نورې ستونزې را ولاړوی.
بیا هم زه له کاندیدانو غواړم ،چې له زغم اوحوصله مندۍ کار واخلی، د ناسمو شمېرنو له لارې څوک د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی نه شی کېدلی. د رایو له پایلې اعلامولو وړاندې خلکو ته د ګټونکی کاندید ورپېژندل په هېواد کې خلک اندېښمن کوی او نور بحرانونه ، بې باورۍ اوستونزې پیدا کولای شی، نو بیا هم زه له کاندیدانو د زغم او صبر غوښتنه کوم، موږ ولیدل چې د افغانستان د څلورم پړاو ولسمشریزې ټاکنې د پخوانیو درېیو پړاوونو په پرتله رڼې او عادلانه وې او امنیتی حالت یې هم ښه و او کاندیدان دې د خلکو ذهنیت نه مغشوشوی.
د ټولنیزو چارو کارپوهې آغلې ترین د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ولسمشریزو ټاکنو په درېیم پړاوکې ستونزې پیدا شوې او دوه کلونه یې وخت ونیو ،چې بیا دولت کار پیل کړ.
د دې لپاره چې هغه ستونزې تکرار نه شی څه غوښتنه لرئ؟ داسې وویل: هرکله چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایو پایله اعلاموی کاندیدان دې هغه ومنی او له جنجالونو دې لاس واخلی اوله نوی ولسمشر سره دې خپله ملګرتیا او همکاری اعلام کړی، چې نوی دولت وتوانېږی په خپل وخت کار پیل کړی او پخوانۍ ستونزې یو ځل بیا تکرار نه شی. نوری