د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
ازبېکستان د افغانستان پر اوسنی اقتصادی او بشری وضعیت ژوره اندېښنه ښودلې او پر دغه هېواد یې د اقتصادی فشارونو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.د ازبېکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په غونډه کې وویل: افغانان له اقتصادی او بشری وضعیت سره مخ دی او د نړیوالې ټولنې بیړنیو مرستو ته اړتیا لری.نوموړی ټینګار کړی، چې په ګاونډی هېواد افغانستان کې یې خلک له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دی، نو له همدې امله له نړیوالې ټولنې غواړی، چې پر دغه هېواد اقتصادی فشارونه پای ته ورسوی او کنګل شوې شتمنۍ یې آزادې کړی.ښاغلی کاملوف ویلی: په افغانستان کې د دې وخت نه دی، چې نړیواله ټولنه له فشارونو کار واخلی او یا د خلکو ژوند ته خطرونه جوړ کړی.