روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کارپوهان: په رسنیو کې د جګړې تبلېغات د ولس پر اذهانو منفی اغیز لرلی شی

په دې وروستیو کې په  خواله  رسنیو کې د جګړې لپاره تبلېغات پیل شوی او آن ځینې اکاونټونه د همدغو تبلیغاتو لپاره جوړ شوی، چې د ولسوالیو او د کلیو د سقوط خبرونه ترې خپرېږی.د سیاسی چارو  یو شمېر کارپوهان په خواله رسنیو کې د جګړې لپاره تبلېغات د هغو کسانو کار یادوی ،چې اوس له افغانستان تښتیدلی ، خو په خبره یې دغه ډول تبلېغات منفی اغیزې هم لرلی شی.

د سیاسی چارو کارپوه نورالله عزیز وایی: (( داچې اوس حالاتو کې جګړه شته یا نشته دا بېل بحث دی، اما سوشل میډیا او تبلېغاتو برخه کې کافی مسایل د جګړې په تړاو خپریږی، دا کولای شی،ذهنونه خراب کړی او دا په کافی اندازه منفی تاثر وارد کولای شی.))

کارپوهان په دې باور دی،هغه چې اوس په خواله رسنیو کې غیر واقعی فیسبوکی جګړه پیل کړې، پخوا یې ټول امکانات درلودل،خو په جګړه کې مات شول، نو اوس به څه جګړه وکړی.

د سیاسی چارو کارپوه سرورنیازی وایی: (( زما پیغام دغو فیسبوکی جګړه مارانوته دا دی،هغه وخت،چې مو هرڅه امکانات په لاس کې درلودل،تاسو څه وکړل؟ که تاسو جګړه ماران وی، نو هغه وخت به مو له هغه نظامه دفاع کړې وه،خو دامعلومه خبره ده،چې تاسو یو ځل بیا یو بهرنی هیواد هڅولی یاست او د خلکو داذهانو د مخشوش لپاره مو په خواله رسنیو کې  تبلیغاتی جګړه پیل کړې.))

اسلامی امارت بیا خلکو ته ډاډ ورکوی،چې هېڅ ډول جګړه په هیڅ ځای کې نشته او نه هم چاته د جګړې اجازه ورکوی .

د اسلامی امارت د استخباراتو غړی جواد څارګر وایی: هېچاته به اجازه ورنه کړی،چې د خلکو امنیت وګواښی او دغه تبلېغات هغه کسان کوی،چې د تابعت اخېستلو لپاره اوس په کمپونو کې دی.

څارګر زیاته کړه: (( د افغانستان ملت باید ډاډه او باوری اوسېږی،چې موږ به هېڅ چاته د دې هیواد د امنیت د اخلالو اجازه ورنه کړو.  له شک پرته هغه کسان،چې له هیواده وتلی دی،په کمپونو کې پراته دی، فکر کوی چې هلته به قبولی ورکړی،نو په ټولنیزو رسنیو کې تبلېغات کوی او غواړی د هیواد روانی وضیعت مختل کړی، خلکو ته تشویش پیدا کړی او اذهان مخشوش کړی،هېڅ نشته، نه جګړه شته او نه  هم چاته د جګړې اجازه ورکول کېږی . واقیعت دادی،چې دا جګړه په ټولنیزو رسنیو کې ده او دغه د تبیلغاتو له بهره کنټرولیږی او عملاً د جګړې په نامه هېڅ هم نشته  دی.)) څو ورځې وړاندې په خواله  رسنیو کې ځینو شخصی حسابونو له ادرسه داسې خبرونه خپارل شول،چې ګواکې د پنجشیر یوې ولسوالۍ سقوط کړی او د شمال په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم جګړې پیل شوی او دغه تبلېغات ان تردې ورسیدل،چې د پنجشېر د امنیت آمر د تسلمېدو اوازې هم ګډې شوې، هغه څه چې هېڅ حقیقت نه لری او اسلامی امارت یې ردوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید