روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کارپوهان: نړیوال پر افغانستان د خپلو سیاسی او اقتصادی فشارونو تر شا ستر اهداف لری

د سیاسی چارو  کارپوهان وایی:نړۍ سیاسی او اقتصادی تحریمونو ته د فشار نوم ورکوی،چې په وینا یې نړیوال اوس دا نه شی زغملای، چې په افغانستان کې دې جګړې پای ته ورسېږی او اوس غواړی،چې د خپلو دغو فشارونو په وسیله افغانستان د بلې جګړې پر ډګر بدل کړی او یاهم ځینې ډلې ټپلې بیاځلې جګړې ته وهڅوی.کارپوه  سرور نیازی  وایی: ((  کله چې اسلامی امارت قدرت ونیوه او دوی پر ټول افغانستان  حاکمیت پیدا کړ او جګړه دلته ختمه شوه،اوس نړیوال د جګړې د بیا پیل لپاره کله  اقتصادی تحریمونه لګوی او کله د بیا راتګ نارې وهی او ځینې ډلې او ټپلې بیا د جنګ لپاره هڅوی.))له شااوخوا څلورو میاشتو راپه دې خوا نړۍ په خپلو کې په همدې سلا مشورې بوخته ده،چې دافغانستان نوی نظام پر رسمیت وپېژنی او کنه،خو پر افغانستان لګېدلو بندیزونو میلیونونه افغانان له کړاو سره مخ کړی.په دغې موده کې له افغانستان سره د نړۍ دسیاسی اړیکو پرېکون او پر دغه هېواد اقتصادی تحریمونه هغه څه دی،چې د افغانستان اقتصادی نظام یې له سقوط سره مخ کړی اود  ستر بشری ناورین لپاره یې لاره  پرانیستې ده.د بهرنیو چارو وزارت بیا وایی: د افغانستان پر وړاندې د نړۍ فشارونه د اقتصادی نظام د ړنګولو په مانا دی او دوام به یې نه یوازې دا چې په افغانستان کې ستونزې زیاتې کړی،بلکې سیمه به هم بې ثباته او له بشری ناورین سره مخ کړی.د بهرنیو چارو وزارت د اقتصاد مشر شفیع اعظم وایی: (( په حقیقت کې دغه فشارونه افغان ملت سره پاشی او د ټول اقتصادی نظام د سقوط معنی ورکوی او که دا ادامه پیدا کړی، نه یوازې دا چې دلته به د یو ستر بشری ناورین شاهدان واوسو، بلکې ټولې سیمې ته به میلیونونه افغانان کډوال شی او ټوله سیمه به د ناامنۍ بې ثباتۍ او بشری ناورین سره مخ کړی.))پر رسمیت د افغانستان د نوی نظام نه پېژندل،د افغانانو د شتمنیو کنګل او اقتصادی بندیزونو د افغانانو ژوند سخت کړی او شااوخوا ۲۳ میلیونه وګړی، یې له فقر سره مخ کړی دی. کارپوهان په دې باور دی، که وضعیت په همدې توګه دوام وکړی افغان ولس به له یوه داسې بشری ناورین سره مخ شی،چې  بیا به یې مهار هم ستونزمن کار وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید