روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کارپوهان: لویدیځ په افغانستان کې خپلواک نظام نه غواړی

د ملګرو ملتونو د ۷۷ یمې عمومی اسمبلۍ په څنډه کې د امریکا، اروپایی ټولنې، ملګرو ملتونو،برېتانیا،فرانسې او جرمنی په ګډون د یو شمېر نورو هېوادو ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو ځانګړې ناسته کړې. په دغې ناسته کې پر دې ټینګار شوی،چې د یو باوری ټولګډونه حکومت موجودیت، ملی مذاکرات او د سیاسی سیستم رامنځ ته کول،په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره اړین دی، خو  د سیاسی چارو کارپوهان وایی: هغوی چې د افغانستان لپاره د ټولشموله حکومت غوښتنه کوی،په خپلو هېوادونو کې یې د داسې نظام بېلګه نه شی وړاندې کولی او دغه ډول څرګندونې یو ډول پلمه ده ،چې لوېدیځوال یې د افغانستان  د اوسنی نظام په وړاندې مطرح کوی.  دوی وایی: لوېدیځ په افغانستان کې خپلواک او مرکزی نظام نه غواړی او اوس یې پر وړاندې دغه ډول دسیسې مطرح کوی. د سیاسی چارو کارپوه هاتف مختار وایی: (( که تاسو د نړۍ ټول حکومتونه تر څېړنې لاندې ونیسئ، ټوله نړۍ  کې ټول شموله نظام شتون نه لری. دا د اروپایانو یوه پلمه ده. دوی نه غواړی،چې په افغانستان کې یو آزاد،خپلواک او یو مرکزی نظام وی ، که چیرې د ټول شموله حکومت مسله مطرح کېږی،نو باید بنسټګر یې د افغانستان اوسنی اسلامی امارت وی.)) ځینې نور بیا وایی : داسې برېښی،چې په افغانستان او سیمه کې د ځینو بدلونونو لپاره بستر جوړونه روانه ده او د دغو څرګندونو موخه هم په راتلونکې کې د پیښېدونکو عواقبو مسئولیت پر افغانانو تپل دی،چې باید اوسنی حکومت یې په وړاندې جدی واوسی. اسلامی امارت بیا له وړاندې ویلی، حکومت یې ټولشموله دی او د ټولو سیمو او ولایتونو استازی یې په کابینه کې ونډه لری او له حکومته د باندې سیاسی فعالیتونه لکه په تیر کې یې چې نتیجه نه درلوده اوس هم ګټور نه دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید