د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غنی په مشرۍ د کابینې غونډه د چهارشنبې په مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.په دې غونډه کې چې والیانو هم د ویډیو کنفرانس له لارې حضور درلود، په پیل کې جمهوررییس غنی یو ځل بیا پر کابل پوهنتون د هېواد د امنیت او سولې دښمنانو وحشیانه برید وغانده او اړوند ارګانونه یې پر کابل پوهنتون د برید د ابعادو په اړه د لازمو تحقیقاتو او د جمهوری ریاست ملی انکشاف ملاتړی او عملیاتی واحد یې د حقوقی روزنې ملی مرکز ودانۍ بیا ترمیم ته مؤظف کړل.وروسته د ۱۴۰۰ مالی کال ملی بودجې د مسودې د برابرولو او ترتیب په خاطر د مالیې وزارت رهبری او کارکوونکو مننه وشوه او د مالی معیین او ټولو اړوندو مسوولینو د زیار د تقدیر په خاطر لارښوونه وشوه.وروسته د افغانستان د اسلامی جمهوریت کابینې د۱۴۰۰ مالی کال ملی بودجې مسوده تایید کړه.ورپسې د افغانستان برېښنا شرکت غوښتنه د دغه شرکت د پورونو تبدیلی د مالیې وزارت پر ونډو او په ټولو ولایتونو کې د یو ډول او برابرې برېښنا تعرفې طرحه او د اندازې وړ او واضح معیارونو ته په پام د دولتی ادارو د برېښنا لګښت او بیو په اړه د مشخصو ارقامو د وړاندې کولو په موخه د یاد شرکت ګومارنه، تصویب شول.کابینې همداراز د عامه لګښتونو او مالی چارو د تنظیم مقررې ۲۲ مادې لومړۍ فقرې ۵ جز تعدیل لومړۍ ګڼې ضمیمې طرحه، د (هایدرو کاربونونو) ګازو او تېلو مقررې طرحه، د برېښنا شرکت اساسنامې طرحه او د سروې او کادستر قانون طرحه تصویب کړه.په همدې ترتیب کورونا ویروس سره د مبارزې په موخه د (USAID) له لورې د ۴،۳ میلیون امریکایی ډالرو مرستې د منظورۍ په خاطر د اقتصاد وزارت غوښتنه، تصویب شوه.د کابینې د غونډې په پای کې، نېشه یی توکو سره د مبارزې وزارت له نه مصرف شویو پیسو څخه د هلمند پوهنتون جوړولو په خاطر د یو میلیون او پنځه سوه زره امریکایی ډالرو معادل تخصیص ستونزې د حل په اړه د لوړو زده کړو او مالیې وزارت غوښتنه، تصویب شوه.