روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کابینې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون طرحه تصویب کړه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غنی په مشرۍ د کابینې غونډه وړمه  مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه. په پیل کې جمهوررییس غنی د هېواد د  امنیت د تامین په برخه کې د هېواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو او همدا راز کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ، کارکوونکو او روغتیایی پرسونل شپه او ورځ زیار او خدمتونه وستایل.  د جمهوری ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د منابعو موندلو او په مشخصوپروګرامونو کې د کاری ګروپونود ایجاد لپاره د افغانستان اسلامی جمهوری دولت طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې له هراړخیزو بحثونو وروسته کابینې د ملی طرحې په توګه په پرنسیب کې تصویب کړه.

همدا راز د کابینې له غړو وغوښتل شول ،چې خپل ټول نظریات او وړاندېزونه په لیکلی بڼه برابر او د حکومت رهبری ته وړاندې کړی.

په یاده طرحه کې د خطر مدیریت، د مدیریت د تغییر طریقې ته بدلون ورکول، احتمالی پړاوونه، د ټولنې او متضررو ډلو غبرګون، د ټولنې هیلې، د مارکېټ ځواب او هیله او د دولت ځواب، تفصیلی موضوعات شامل دی.

دغه طرحه کرونا ویروس سره د مبارزې بهیر د غوره مدیریت لپاره له نړیوالې ټولنې، انکشافی شریکانو او اړوندو نړیوال سازمانونو سره له واضح وړاندیزونو سره یو ځای شریکېږی.

د اجندا مطابق د جمهوری ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش او د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون لوی رییس احمد نادر نادری، د کرونا ناروغۍ (کووید-۱۹) خپرېدو د مخنیوی په موخه په مرکز کې د درېیو اوونیو په تمدید سره د کاری رژیم تنظیم طرزالعمل د لومړۍ ګڼې ضمیمې تعدیل طرحه غونډې ته وړاندې کړه، چې له هر اړخیزو بحثونو وروسته تصویب شوه . وروسته د فاریاب والی هغه وړاندیزونه چې د هېواد د ټولو والیانو په استازیتوب یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړل، د هغو ولایتونو لپاره د تشویقی بستو سره یو ځای، چې د عوایدو لوړولو، خصوصی سکتور پانګونې ته د زمینې برابرولو، د صادراتو د حجم لوړولو او د شغلونو ایجاد په برخو کې مخکښ دی، تصویب شول.

همدا راز کابینې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د هېواد د ټولو والیانو د چټکو اقداماتومننه وکړه. په افغانستان کې کروناویروس سره د مبارزې لپاره عامې روغتیا وزارت او دهغه دویمی واحدونو ته د مالی-اداری  استثنایی صلاحیت سپارلو لایحه هم په پرنسیب کې تصویب شوه.کابینې د عامې روغتیا وزارت مؤظف کړچې یاده لایحه په کابینه کې د وړاندې شویو اصلاحی نظریاتو په پام کې نیولو سره نهایی او د هغې په رڼا کې اقدام وکړی.

همدارنګه کابینې عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارله چې د شفافیت پر څرنګوالی، د مصارفو تفتیش، د بودجی د تدارک مشخصولو او تعهداتو پر مقدار د تمرکز پرمهال له مالیې وزارت سره لازمه همغږی وکړی، همداراز دې د استخدام واضح پلان ترتیب او د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړی.

وروسته کابینې د  COVID -19 بېړنی حالت مدیریت واحده طرحه په پرنیسب کې تصویب کړه. دغه طرحه د عامې روغتیا وزیر د کابینې غونډې ته وړاندې کړه وې ویل: یاده طرحه د تازه عملیاتی طریقې د ایجاد، همغږۍ، منابعو څخه د موثرې استفادې او کرونا ویروس سره د مبارزې ترڅنګ د روغتیا سکتور پر ستراتېژیکو ساحو د تمرکز ساتلو په موخه ترتیب او تنظیم شوې ده.

د غونډې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست په نورستان ولایت کې د لوړو زده کړو موسسې د ایجاد طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تصویب کړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید