روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کابل ښاریان: د ژمی له را رسېدو مخکې د برېښنا له پرچاوۍ سره مخ یو

د کابل یو‌شمېر ښاریان وایی ،چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د برېښنا پرچاوی زیاته شوې ،چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.کابل ښاریان وایی: که څه هم تراوسه ساړه ژمی ته یوه میاشت پاتې ده، خو په وینا یې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزې زیاتې شوی او دوی یې راروان ژمی ته اندېښمن کړی دی.دوی زیاتوی، چې کله یې برېښنا ته اړتیا وی، برېښنا یې نه وی او ټول کارونه یې برېښنا پورې تړلې دی. په کابل کې د تولیدی شرکت کارکوونکی امیرمحمد وایی، چې ټوله ورځ یوازې یو ساعت برېښنا لری.د کابل یو بل اوسېدونکی عبدالقدیر هم وایی: د برېښنا پرچاوی زیاته شوې او نه‌شی کولای ورڅخه استفاده وکړی. د نوموړی په وینا: د ورځې له یوولسو د مازدیګر تر څلورو بجو برېښنا لری او د اړتیا پر وخت د شپې له‌خوا برېښنا نه‌لری.په ورته وخت کې د برېښنا شرکت عملیاتی رئیس صفی‌الله احمدزی وایی: د ازبکستان د وارداتی برېښنا یو سرکت تخنیکی ستونزه پیدا کړې ،چې له امله یې کابل کې د برېښنا پرچاوی زیاته شوې ده. د نوموړی په وینا: دوی هڅه کوی چې د کابل اوسېدونکی ژمی کې د برېښنا دکمښت ستونزې سره مخ نه‌شی.نوموړی وویل: (( اته ورځې وړاندې د ازبکستان د وارداتی برېښنا یو سرکت تخنیکی ستونزه پیدا کړې ،چې له امله یې برېښنا پرې شوې او هڅه کوو، چې ژمی کې کابل ښاریان د برېښنا له کمښت سره مخ نه‌شی.))په همدې حال کې د برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندی وایی: د ۵۴۵ زور واکو او د مخکینی حکومت د چارواکو له ډلې ،چې پوروړی وو، ۲۰۱ کسانو یې د مصرف کړې برېښنا لګښت تحویل کړی دی.نوموړی وویل: (( د مخکینی حکومت او زورواکو له ۵۴۵ پوروړو څخه ۲۰۱ کسانو یې برېښنا شرکت ته خپل پورونه ورکړی ،چې پنځه څلوېښت میلیونه او پنځه سوه پنځه وېیشت زره څلور سوه څلور افغانۍ ترې راټولې شوې دی.))د یادونې  وړ ده، چې د کابل اوسېدونکی هر کال د ژمی پر مهال د برېښنا د کمښت ستونزې سره مخ کېږی، خو مسئول چارواکی نه دی توانېدلی ،چې په ژمی کې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه چې هېوادوال له جدی ننګونو سره مخ کوی، حل کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید