روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کابل طالبانو ته: هند زموږ لوی مرستندوی او نړیوال قانونی ملاتړی دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د مشر ملا عباس ستانکزی هغه څرګندونې رد کړې ،چې ویلی یې دی، هند له۴۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې منفی رول لوبولی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایی، هند له جګړه ځپلی افغانستنا سره په بیا رغونې سربېره د یو لوی مرستندوی رول لوبولی او اوس د افغان سولې ملاتړی هم دی.طالب مشر همدا راز نیوکه کړې وه، چې هند د ملت پر ځای په افغانستان کې له یوې فاسدې حکومتی کړۍ سره اقتصادی او سیاسی اړیکې پالی ،خو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند پر وینا، له هند سره د کابل اړېکې په خپلمنځی متقابل احترام او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې ټینګې دی: (( هند تل په افغانستان کې د سولې ملاتړ کړی، هغه سوله چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخته یوړل شی.))نوموړی ټینګار کړی، چې هند لاهم له افغانستان سره د رغاونې او پرمختګ په لاره کې مرسته کوی او دوی یې د یو لوی مرستندوی او ملاتړی په حیث هڅې ستایی.د هند په اړه د طالبانو بیانونه وروسته له هغې راوړاندې شول، چې زلمی خلیلزاد وویل: هند دې له طالبانو سره خپلې اندېښنې مخامخ خبرو کې شریکې کړی، خو طالبان چې د پاکستان تر نفوذ لاندې ډله بلل کېږی، پر هند یې د خپلو نیوکو لپاره دلایل تراشلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید