روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کابل ته د څلور سوه زره ټنه ډبرو سکرو د رالېږدولو لړۍ پیل شوه

د افغانستان د ریاست الوزراء د اقتصادی معاونیت له پرېکړې سره سم کابل ښار ته د ۴۰۰زره ټنو ډبرو سکرو د لېږد لړۍ پیل شوې ده.یاد معینیت وایی: دا لړۍ روانه ده او په ټاکل شویو ۳۲ ساحو کې یې د ځای پر ځای کېدو چارې په عملی ډول پیل شوې.د سرچینې په وینا: دا پروسه چې د ژمی په رارسېدو سره د کابل ښار کې د سون‌توکو بیو د کنټرول په موخه د ټاکل شوې کمېټې له پرېکړې سره سم یې د لېږد چارې اتو شرکتونو ته سپارل شوې وې، اوسمهال کابل ته رارسېدلی او د کابل ۳۲ ټاکلو ساحو کې یې د ځای پر ځای کېدو چارې عملاً پیل شوې.د یادونې وړ ده ،چې د مایع ګازو د بیو کنټرول او د احتیاطی زېرمو د درلودلو په موخه د خصوصی سکتور او د ګازو او نفتو له دولتی شرکت سره په همغږۍ د ټاکل شوې کمېټې له لوری ځانګړی احتیاطی تدابیر هم په پام کې نیول شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید