روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

کابل او تهران د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیرخان متقی: په تهران کې مو له ایرانی چارواکو سره خبرې رغنده وې

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیرخان متقی او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسی، اقتصادی، سوداګریزو او دکډوالو پرچارو خبرې کړې دی.ښاغلی متقی چې لا وړمه ورځ د یوه پلاوی په مشرۍ ایران ته تللی و د نورو ایرانی چارواکو تر څنګ د دغه هېواد دبهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلی دی.په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې وشوې او متقی ویلی، افغانستان په سیمه کې د اتصال او له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو د لرلو په لټه کې دی او غواړی له ایران سره هم پراخې اقتصادی اړیکې ولری.په دې لیدنه کې د کانونو په برخه کې د همکارۍ، مرزی بازارونو، ترانزیت او چابهار بندر په اړه هم خبرې شوې دی.ښاغلی متقی ویلی: ایران کولی شی د افغانستان له خاورې له تاجکستان او د منځنۍ آسیا له نورو هیوادونو سره وصل شی او افغان لوری دا زمینه ورته برابروی. په ورته وخت کې ایرانی لوری هم ویلی، چې د اړیکو د پراختیا او همکاریو لپاره هڅې روانې دی.  دیادونې وړ ده چې دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت سرپرست په ایران کې له نورو افغان مهاجرینو سره دلیدنې ترڅنګ په ایران کې له میشت قوماندان اسماعیل خان او داحمد شاه مسعود له زوی احمد مسعود سره هم لیدلی او هیواد ته راستنیدو ته یې هڅولی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید