روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ښځو ته باید ډاډمنه کاری فضا جوړه شی

دښځو پروړاندې دتاوتریخوالی دمخنیوی ۱۶ ورځنى کمپاین ، چې دولسمشر غنی له خوا اعلان شوى ، په ټولو ادارو کې هلې ځلې کېږی ، چې په ټولنه کې د دغې ناوړې او شومې پدیدې مخنیوى وشی ، دقانون سر غړوونکی اوس هم دښځو پروړاندې له تاوتریخوالی کار اخلی او هغوى له زده کړې ، کار او په ټولنه کې له شتون او حضور څخه محروموی . دتېرو ۱۸ کلونو په موده کې دښځو دحقونو دخوندی کولو لپاره ډېرې هلې ځلې کېږی، خو بیاهم دتاوتریخوالی پېښې موجودې دی.د افغانستان دښځو چارو وزارت درپوټ له مخې دتېرکال دنومبر له ۲۵ مې دروان کال ترهمدى نېټې   پورې ۶۴۴۹ پېښې دښځو پروړاندې ثبت شوې دی. له دغو پېښو ۲۸۸۶ دافغانستان عدلی او قضایی بنسټونوته استول شوی دی ، د۴۵۶ پېښولپاره مدافع وکیلان نیول شوی  ۶۸۲ پېښې د دریمګړی په وسیله حل شوی او ۲۴۲۵ پېښې دښځو مدافعو او ملاتړو بنسټونو ته استول شوی دی . همدارنګه دبشری حقونو دکمېسیون درپوټ له مخې په دغه کمېسیون کې ۲۷۶۲ دښځو پروړاندې  د تاوتریخوالی پېښې هم ثبت شوې دی .دشهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ، له رسنیوسره همغږې کوونکې نفیسې ( بارکزۍ) داسې وویل:  درنې کورنې دې  دتاوتریخوالی دمخنیوى لپاره خپلولوڼو اوښځو ته د زده کړې او کار اجازه ورکړی . په ولایتونو کې دښځو پروړاندې له تاوتریخوالی کار اخیستل کېږی دوى وهل کېږی او یا ځانونوته اور اچوی، یا دا ، چې له کوره تیښتې ته اړې کېږی، نو زموږ غوښتنه له خلکو ، عالمانو،او  دښوونځیو له  ښوونکو څخه داده ، چې دښځو پروړاندې دتاوتریخوالی دمخنیوی په ۱۶ ورځنی کمپاین کې برخه واخلی . داکمپاین  دولسمشرغنی له خوا اعلان شوى او د۱۶ ورځولپاره دوام کوی، چې هېوادوال ددغې ناوړې پدیدې پرتاوانونو پوه شی او له پراختیا څخه یې مخنیوى وشی. په افغانستان کې هم دنورو پرمختللو هېوادونو په پرتله باید دښځو پروړاندې دتاوتریخوالی مخنیوى
و شی. په نړۍ کې دغه ورځ  هرکال یوځل نمانځل کېږی، خو زموږ په هېوادکې دښځو پروړاندې د تاوتریخوالی کچه دومره لوړه ده ، چې دا ورځ د ۱۶ ورځو لپاره نمانځل کېږی. هغه میندې ، چې دښځو دحقونو دخوندی ساتلو لپاره کار کوی، دوى دې خپل کمپاین ته دوام ورکړی ، چې دهېوادوالو دپوهې کچه لوړه شی اوهمدارنګه د تاوتریخوالى مخنیوى وشی. نور،نو دښځو پروړاندې دتاوتریخوالی دوران پاى ته رسېدلى دى ، نوپه افغانستان کې هم نارینه دنده لری ، چې له ښځینه قشر سره  په کور او اداروکې ښه چلند وکړی. آغلې بارکزۍ څرګنده کړه: په حکومتی اداروکې هم دښځوپر وړاندې تاوتریخوالى لیدل کېږی ، باید  دپاى ټکى ورکړل شی. ډېرې خویندې داقتصادی ستونزو له امله اړې دی ، چې په حکومتی اداروکې دنده ترسره کړی. کار وکړی او کورنۍ ته ډوډۍ پېداکړی . هغه خویندې او میندې ، چې دکار پېداکولو په لټه کې دی، دوى ډېرې ستونزې له کوره دباندې زغمی ، چې یوه دنده ځانونوته پېداکړی . ډېرې ښځې ، چې دنده ترسره کوی ددوى پروړاندې بد  نظر شتون لری. ددغو ښځو پر وړاندې  باید دمنفی نظر مخنیوى وشی. او همدارنګه په اداراتوکې ورته مناسبه او په زړه پورې فضا رامنځ ته شی . ، چې نور دوى دحقارت اوخوارۍ احساس ونه کړی. ښځوته درناوى کول باید دود شی ، ځکه همداښځې دی ، چې دیوه هېواد فرهنګ بډاى کوی او دپرمختگ په لاره کې له نارینه ووسره مل دی. دنجونو او ښځو دزده کړې لپاره ښوونځی او پوهنتونونه جوړشوی دی. همداوس په میلیونونو نجونې په ښوونځیو او پوهنتونونوکې زده کړې کوی . دوى ته باید  په ادارو  کې دکار زمینه برابره شی او ددى ترڅنګ دښځو پروړاندې دتاوتریخوالی عاملین هم باید عدلی او قضایی ارګانونو ته ورو پېژندل شی. له مسئولو دولتی کار کوونکو موهیله داده چې  دښځینه وو درناوى وکړی او له  تاوتریخوالی څخه دې مخنیوى وکړى. هغه ادارې ، چې دښځو پروړاندې دتاوتریخوالی دمخنیوى دنده پرمخ بیایی ، په عملی توګه دې دا کار ترسره کړی. په دې توګه به په راتلونکې کې دښځو پر وړاندې تاوتریخوالى له منځه یووړل شی. هغې ډاګیزه کړه : دهېواد په ښوونځیو او پوهنتونونوکې په میلیونونو نجونې زده کړه کوی او هرکال په زرګونو نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو فارغېږی .ددوى کورنۍ دنده لری ، چې دخپلو لوڼو ملاتړ وکړی اوهغوى کارته وهڅوی ، ډېرې کورنۍ شته ، چې خپلولوڼوته دکار اجازه نه ورکوی اوپه کورونوکې یې کښېنولې وی. دنجونو او ښځو په هڅولو او تشویقولو کې کورنۍ ډېر رول لری ، چې هېواد او خلکو ته دخدمت کولو لپاره جوګه شی. دنجونو په تشویقولو سره دهغوى روحیه غښتلې کېږی او په اداراتوکې دکار کولو لپاره زړه ښه کوی. دنارینه وو ترڅنګ دنجونو او ښځینه وو کار ډېر ارزښت لری . همدغه دواړه طبقې هېواد ته پرمختګ ورکولى شی او ددې ترڅنګ  به ورو ورو دښځو پر وړاندې دتاوتریخوالی مخنیوى وشی. آغلې بارکزۍ جوته کړه : درنې کورنۍ دې خپلې لوڼې زده کړې او تحصیل ته وهڅوی اوله دوى سره دې مخالفت نه کوی ، چې په راتلونکې کې وتوانېږی خپل هېواد او خلکو ته دخدمت جوګه شی. زما هیله له هغو کورنیو ، چې خپلې لوڼې له زده کړې محروموی او ښوونځیو او پوهنتونونوته یې نه پرېږدی داده، چې خپلو لوڼوته دزده کړې او تحصیل اجازه ورکړی او دنورو هېوادونو له نجونو څخه دې پند واخلی ، چې د خپلوخلکو اوهېواد دپرمختګ او هوساینې لپاره زده کړه او کار کوی . نوری

ممکن است شما دوست داشته باشید