روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ښه کار که هر چا کړی وی؛ د ستایلو دی

عبدالعزیز ابوبکر

د کفری واحد او متحد ملت اړوند له ټولو گرمه موضوع د اوکراین له آدرسه د امریکا+غرب او روسیې کړکېچ دی چې له نږدې درېوو اوونیو راهیسې دوام لری او د ترکیې د انتالیا ښار په غونډه  کې یې هم غوښنه برخه لرله. اوکراین د وگړو او عام خوی او عادت له پلوه د روسیې یو تر ټولو سوله خوښی، آرام، پر ناز پاللی، بشرپال، خوږ او ورسره د گڼو مشترکاتو لرونکی ستراتېژیک گاونډی دی، له دې هرڅه سره په خپل تاریخ کې د روسیې په څېر نړیوال سرمست گاونډی څه چې پر یو لیری او تر روسیې په مراتبو کمزوری دښمن هم نه دی اوښتی او له امله یې د روسیې تر برید لاندې راتلو سره سم حالت د زوال پر لور رهی شو او لا روان دی، په همدې حال کې اوکراین چې په پرلپسې توگه یې د امریکا+ناټو پر تمه سترگې غړولې، له پوځی او هر هغه ملاتړه یې چې ورته اړتیا ده بشپړ بې برخې او یواځې پرېښودل شوی دی.

که څه هم امریکا+اروپا ته د نږدې کېدو او ورڅخه د وسلو ترلاسه کولو په تور روسیې اوکراین اشغال کړی، اوکراین هم په لومړیو کې د ناټو پر غړیتوب غولېدو سره ورته زړه ونیو او اوس پر یواځېځان د خپل تاریخ په تر ټولو سختو ورځو شپو کې قرار لری، خو غرب یې په یو دا ډول حالت او د نړیوال زبر ځواک پر وړاندې لا هم د ناټو د غړی په توگه یواځې تش د ژبې پر سر ملاتړ ته ژمن دی او بس، له همدې ځایه ده چې ناټو او امریکا وار له مخه اوکراین ته د خپلو ځواکونو له لېږلو ډډه څرگنده کړه، ورپسې یې د اوکراین تر څنگ درېدو لفظی ډاډ ور کړ او بیا د سختې نه هیلۍ له امله اوکراینی چارواکو پر ناټو او اروپا غږ وکړ چې د ناټو غړیتوب یې تائید کړی ترڅو له همدې لارې یې د غړی هېواد په توگه د اړتیا وړ هر ډول ځانی، مالی او لوجستیکی ملاتړ ته اړه او را وبولی، پرې له جگړې سره نابلدو اوکراینی ځواکونو او ولسونو کور او کوڅې ته د راغلې جگړې پر وړاندې هغوی ته روحیه ورکړی او هم پرې د روسیې گواښلو سور څراغ یې وځلوی.

خو په نه هیلۍ یې امریکا+ناټو پر یاد تائید سربېره بیاهم په خپل لومړی موقف درېدو سره جوته کړه چې اوکراین ته یې په ناټو کې د غړیتوب ور کولو او بیا اوس یې د تائید له تر ټولو مهمو او ستراتېژیکو موخو څخه یو هم د روسیې پر وړاندې له خپل مرزه ور هاخوا او تقریباً د روسیې په دروازه کې د اوکراین د نظام او خاورې کارول دی او بس، په دې ډول یې د اروپا لومړیو دوو سترو او یو بل ته د ستراتېژیک ارزښت لرونکو هېوادونو په توگه اوکراین او روسیه سره ښکېل کړل او اوس د جگړې اور گرمولو لپاره بیاهم اوکراین ته یواځې هماغه غړیتوب او وسلې ور کوی چې له لومړی سره یې هغه له روسیې سره پر شخړه اړولی او نننیو خونړیو شرائطو ته ننه ایستلی دی.

د اوکراین له آدرسه د روسیې پر وړاندې د غرب دجگړې په اړه تازه اوونۍ وړاندې په پاکستان کې د اروپایی هېوادونو ۲۲ استازو د یو لیک له لارې د دغه هېواد له لومړی وزیر څخه وغوښتل چې پر اوکراین د روسیې برید وغندی او پر وړاندې یې را منځته شوی قرار داد تائید کړی چې د یاد لومړی وزیر له توند غبرگون سره مخ او هغه د دغه کړکېچ په تړاو د خپل هېواد په بې طرفۍ ښودلو سره لیک ته غوڅ ځواب ووایه.

دا چې د دغه لیک لامل روسیې ته د عمران خان وروستی سفر او له روسی چارواکو سره یې له دې موقع په گټه اخیستنه د ځینو نورو موضوعاتو ترڅنگ د اوکراین پر موضوع محتاطانه غږېدل اټکل کېږی، د عمران خان دغه غبرگون او ځواب به هم له گڼو زاویو پر کتو له بې طرفۍ ښودلو پرته بهرنی او کورنی نور لاملونه هم ولری، خو هغه چې زما شخصی لید لوری یې ښیی دا چې پاکستان او پاکستانی ولس اوس ښه پر سړو مغزو درک کړې چې نن ورځ د غرب له لوری داوکراین کارولو تکتیک ته په ورته یو بل تکتیک پرون د امریکا په مشرۍ غرب دوی هم د خپل ستراتېژیک گاونډی افغانستان پر وړاندې کارولی و چې د گاونډیو په توگه یې موږ او دوی خورا ډېرې گډې ترخې تجربې لرو.

له دې لید لوری له یادو ترخو تجربو په گټه اخیستنه عمران خان اوکراینی سیاستوالو، مدنی فعالانو، بانفوذه او خپل هېواد او ولس ته ژمنو او پر حال او راتلونکی یې اندېښمنو اشخاصو ته محتاطانه دا پیغام هم ور کړی چې موږ له غرب سره د افغانستان پر وړاندې دا لاره وهلې او تر ډېره لنډه کړې هم وه، خو… د پاکستان او پاکستانی ولس پر پرونیو کړنو نننۍ پښېمانتیا ته پر کتو پر اوکراین د روسیې برید چې د دواړو پر زیان دی، په خپله بې طرفۍ کې یې دواړه لوری غندو، خو اوس پر موږ د یاد قرارداد تائیدولو او د روسیې غندلو سره غواړی د خپلو موخو لپاره اوکرانیان آن د سر، خاورې او استقلال پر بیه لا زیات کارولو ته ټینگ کړی او له روسیې سره مو لږ تر لږه د نیابتی مزمنو بدمرغیو سریښ ته ور ټېلوهی، هغه چې موږ یې تجربه لرو، له افغانستان سره یې پرې اخته کړی یو، تاسو ترې خبر هم نه یاست، بیا مو هم ترې پر دې غندنو او تائید اغفالوی او در څخه خپل کار اخلی، خو موږ لازیات نه غواړو ستاسو اغفال دوام وکړی، بلکې بیدار شئ او وگورئ ! غرب کوم ټکی ته په پام د ډېرونورو هېوادونو له منځه یواځې له پاکستان څخه غواړی؟ ! چې درک مو کړئ، نو تاسو هم پر خپله دفاعی پالیسۍ له سره غور وکړئ.

له همدې لید لوری یاد غبرگون په راتلونکی کې له افغانستان سره د ښه گاونډیتوب او د گڼو مشترکاتو په لرلو د غوره متقابلو اړیکو پیغام هم له ځان سره لری، داسی چې د اسلامی هېوادونو په توگه افغانستان او پاکستان د گڼو مشترکاتو له مخې هر یو بل ته د روسیې او اوکراین حیثیت لری، یو د بل پر وړاندې په تخریبی او جگړه ییز موقف کې باید نه وی او د غرب په لومه کې پرونیو پاکستانی چارواکو د سترو او نه جبرانېدونکو تېروتنو په حیث د افغانستان پر وړاندې اخیستی گامونه د کورنیو او سیمه ییزو بدمرغیو لامل گڼلو او منلو وروسته اوس ځینې هغه چې بیه یې غرب پرې کړې او جبران یې هم شونی دی، د ښو گاونډیو په حیث یې افغانستان او پاکستان په گډه بېرته له منځه یوسی.

په هر رنگ ! ښه کار که هر چا کړی وی، د ستایلو دی او بد هغه که هر چا کړی وی، د غندلو دی، پر همدې بنسټ اوس له دوو نورو جلا لیدلوریو ستاینه او غندنه دواړه پر یو وخت پر عمران خان را ټولې دی، د اوکراین د معضلې په تړاو د یو مسلمان ولس په استازولۍ د پاکستان بې طرفۍ ښودل او دوو هېوادونو، دوو ولسونو او نړۍ ته یې یاد دوه پیغامونه که څه هم د عمران خان وی؛ د ستایلو دی، خو پر دې سربېره بیاهم که هغه د ستراتېژیک گاونډی په توگه د افغانستان اړوند د یادو پاکستانی چارواکو پر زړو پالیسیو له سره غور ونکړی، بیاهم د گډو غلیمانو(غرب او نورو)پر نغوته جوړې شوې تخریبی او یو لوریزې پالیسۍ پر مخ وړی، هغه گډې بدمرغۍ او د ولسونو ستونزې چې د رامنځته کولو بیه یې غرب پرې کړې او اوس یې جبران او له منځه وړل هم شونی دی، د گاونډ په حیث یې په گډه د له منځه وړلو او پر ځای یې د ښه گاونډیتوب او غوره متقابلو اړیکو رامنځته کولو لپاره کار ونکړی، د اروپایی استازو لیک ته په ښودلی غبرگون او د هغه ضمنی پیغامونو کې یې دروغجن را پېژنی او د غندلو دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید