روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ښایی د ځواکونو بیا لېږلو ته مجبور شو

د امریکا د کانګرېس د سنا جرګې غړی مایک والټز وایی: دا احتمال شته ،چې امریکایی پوځیان د مجبوریت له مخې بیا افغانستان ته لاړ شی.ښاغلی والټز، چې له فلوریډا ایالت څخه د جمهوریپال ګوند استازیتوب کوی، د سنا جرګې د وسله والو خدمتونو کمېټې ته ووېیل: که په افغانستان کې امنیتی ګواښونه زیات شی، امریکایی پوځیان مجبوره دی، چې بېرته دغه هېواد ته لاړ شی.والټز ووېیل: ډېر احتمال شته چې د طالبانو له لوری د سیمو له لاندې کېدو وروسته القاعده راوړاندې شی او پر امریکا د حملو پلانونه جوړ کړی.(( په داسې حالت کې به موږ مجبوره شوو چې بیا افغانستان ته وګرځو.))ده د هغو استخباراتی معلوماتو غوښتنه وکړه، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکا پوځ او استخبابارتو ترلاسه کړی، څو افغانستان ته د ځواکونو د بیا لېږلو په صورت کې ورڅخه کار واخیستل شی.والټز یوه موده په افغانستان کې پوځی ماموریت کړی دی.له بلې خوا د استخباراتو او امنیت په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون مرستیال رونالډ مولټزی د ښاغلی والټز د څرګندونو په غبرګون کې ووېیل: ((دا کټ مټ داسې موضوع ده چې موږ پرې غور کوو. باید ډاډه شوو چې استخباراتی ادارې پرې کار کوی.))د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په ۱۴ اعلام وکړ ،چې ټول امریکایی پوځیان به د سپټمبر تر ۱۱ پورې له افغانستانه وباسی ،خو د ځواکونو د اېستلو پروسه تر دې خورا چټکه ده او د امریکا د د فاع وزیر او نورو چارواکو پر وینا ټول امریکایی پوځیان به د جولای تر نیمایی مخکې له افغانستانه وتلی وی.کتونکی وایی: که افغانان په اوسنیو شرایطو کې په خپل منځ کې جوړ را نه شی، ډېر احتمال شته ،چې یوځل بیا امریکایی پوځیان افغانستان ته راشی. دوی دا احتمال هم نه ردوی، چې که امریکایی پوځیان را نه شی د نورو هېوادونو ځواکونه به له شرایطو د ځان په ګټه کار واخلی.

ممکن است شما دوست داشته باشید