روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ښاغلی متقی :  د افغانانو تر منځ د نفاق اچوونکو هڅې به ناکامیږی

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی په تازه څرګندونو کې ویلی، چې دښمن به د افغانانو تر منځ د نفاق اچولو دسیسه کې هم ناکامېږی.ښاغلی متقی دغه څرګندونې پهکابل کې د اهل تشیع علماوو سره په غونډه کې کړی او زیاته کړې یې ده، چې دښمن هڅه کوی د افغانانو ترمنځ د تفرقې په اچولو سره خپلو شومو موخو ته ځان ورسوی.نوموړی ویلی، چې د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې دښمن نه دی توانېدلی، چې لږ تر لږه یوه کوچنۍ پوسته هم تر لاسه کړی، له همدې امله غواړی چې جوماتونو او تکیه خانو کې په چاودنو سره د افغانستان د قومونو او مذهبونو ترمنځ تفرقه رامنځته کړی.ښاغلی متقی ټینګار کړی ، چې دښمن به په دې توګه هېڅکله خپلو موخو ته ونه رسېږی ځکه په وینا یې ټول په دې پوهېږی چې دا د اسلامی امارت پالیسی نه ده.د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلی، اسلامی امارت له ټولې نړۍ سره سالمې اړیکې غواړی او له نورې نړۍ هم غواړی ،چې د خبرو له لارې خپلې غوښتنې مطرح او له دوی سره د اړیکو نوی فصل پرانیزی.

ممکن است شما دوست داشته باشید