روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ډېو بټلر: په افغانستان کې ټول سوله غواړی، خو طالبانو جنګ ته دوام ورکړى

په افغانستان کې د امرىکایی ځواکونو چارواکی وایی: د طالبانو ډلې په مسلسله توګه سوله رد او جګړې ته ىې دوام ورکړى دى.

په داسې حال کې چې په هېواد کې د سولې هىلې زىاتې شوې، په افغانستان کې د امرىکایی ځواکونو چارواکی وایی، طالبانو جګړې ته ادامه ورکړې او سولې ته ىې نه وىلې دی.

په افغانستان کې د امرىکایی ځواکونو وىاند ډېو بټلر د شنبې په ورځ له آزادۍ راډىو سره په ځانګړې مرکه کې ووىل، امریکا، افغان حکومت او د افغانستان ټول خلک له طالبانو سره سولې ته تىار دی، خو دغه ډله پر جګړې ټىنګار کوی. ده زىاته کړه:

(( طالبانو د سولې ردولو ته ادامه ورکړې، د افغانستان خلکو تل وىلی چې سوله غواړی، افغان امنىتی او د فاعی ځواکونه سوله غواړی او موږ هم پر سوله ټىنګار کوو، خو طالبانو جګړې ته دوام ورکړى، موږ غواړو جګړه همدا نن ختمه او نه غواړو چې افغانان نور ووژل شی.))

بټلر ووىل: هره ورځ په دواړو لورو کې سلګونه افغانان وژل کېږی، خو اوس د طالبانو تلفات ډېر شوی دی.

ده ووىل: اوس هم جګړه روانه ده او افغان ځواکونه او طالبان ىو د بل پر وړاندې په تهاجمی حالت کې دی. ​بټلر ټىنګار کوی چې که طالبان د سولې خبرې ونه منی، امرىکایی ځواکونه به ىې پروړاندې جنګ ته ادامه ورکړی.

د امرىکا او طالبانو استازو د افغانستان د جنګ او تاوترىخوالی د ختمولو په هدف تراوسه شپږ پړاوه خبرې کړی دی. د افغانستان د سولې عالی شورا وىلی: د دغو خبرو په راتلونکی پړاو کې هىله لری  چې طالبان له افغان حکومت سره د رسمی خبرو پىلېدو ته اماده شی.

په افغانستان کې د امرىکایی ځواکونو وىاند ووىل: داعش سربېره پر افغانستان ټولې نړۍ ته ىو جدی ګواښ دى.

دى زىاتوی: (( داعش ىوازې د افغانستان لپاره جدی خطر نه دى، بلکې ټولې نړۍ ته دى، باىد ټوله نړۍ اندېښمنه وی، موږ به د داعش پروواندې جنګ ته ادامه ورکړو، په دې برخه کې د افغانستان د ځواکونو ملاتړ غواړو، ځکه زموږ ښه شرىکان دی، دغه ترورېستی ډله لوى ګواښ دى او رېښې ىې باىد واىستل شی.)) په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ستر استازی نىکولاس کې مخکې له دې د اپرېل په مىاشت کې له آزادی راډىو سره په مرکه کې وىلی وو چې په افغانستان کې باىد په داعش پورې تړلې ډلې جدی ونىول شی. خو افغان چارواکو بىا بىا وىلی چې داعش په افغانستان کې ماته خوړلې ده. په دې وروستىو کې د کونړاو ننګرهار په ولاىتونو کې د د اعش او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخىستى چې زرګونه کسان ىې له خپلو کورونو بېځاىه کړی هم دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید