د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د اریانا افغان دولتی هوایی شرکت وایی، چې ډېر ژر به په مستقیم ډول د افغانستان او چین تر منځ الوتنې بیا پیل شی. له هغه وروسته چې چین د روانې میلادی میاشتې په لومړۍ نېټه افغانانو ته د وېزو ورکړه پیل کړه اوس اریانا افغان هوایی شرکت اعلان کړی، چې ژر به د کابل- ارومچی ترمنځ الوتنې بیا پیل کړی. بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ خونه وایی، چې د چین له لوری افغان سوداګرو ته د وېزو د ورکړې د بهیر په بیا پیلېدو سره به د افغانستان او چین ترمنځ سوداګری یو ځل بیا پراخه او ګړندۍ شی. د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند وایی، چې په کابل کې د چین سفارت له لوری هغه سوداګرو ته د وېزو ورکړه پیل شوې، چې دوی یې مخې له مخکې ورته لېست سپارلی و. مومند وایی، چین دغه راز د افغانستان له حکومت سره ژمنه کړې، چې له افغانستانه چین ته پر صادرېدوونکو توکو به ۹۸ سلنه مالیه هم معاف شی.