روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ډیویډ پیټریوس: امریکا په افغانستان کې سترې تېروتنې کړی

ډویډ پیټریوس،چې یو وخت افغانستان کې د ناټو ماموریت پرغاړه درلود،په مقاله کې لیکلی، امریکا په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال سترې تیروتنې کړی او امریکا کومه ژمنتیا نه درلوده.ده زیاته کړې: ((  امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په اوږدو کې سترې تیروتنې کړی او په کراتو ناکام شوی یو. که موږ خپلې تیروتنې اصلاح کړی وای، نو افغانستان سره به زموږ ژمنتیا راتلونکو امریکایی ادارو لپاره ګټورې وای.)) عراق او افغانستان کې د امریکا دغه پاتې شوی جنرال په افغانستان کې د امریکا ښکیلتیا له امکان لرې کار نه دی بللی،خو کارپوهان بیا وایی: امریکا افغانستان کې ستراتیژیکه ماتې خوړلې او بیا راتګ یې افغانستان ته باوری نه دی.د سیاسی چارو کارپوه کامران امان  وایی: ((  د امریکا خلک په مجموع کې د افغانستان په تجاوز پښېمانه دی او امریکا چې کوم نظامی او سیاسی ارزښت درلود،هغه یې په نړۍ کې له لاسه ورکړی دی. زه فکر نه کوم امریکا دې بیا افغانستان کې ځانونه ښکېل کړی. امریکایانو خپل دوستان له لاسه ورکړی،هوکړو باندې ولاړ نه دی اوکراین کې په انزوا کې دی او ژر به په چین کې هم شی.))

ممکن است شما دوست داشته باشید