د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته څېرمه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د ىکشنبې په ورځ (جون۱۶) په خبرپاڼه کې ووىل چې د هېواد ترټولو ځواکمنې استخباراتی ادارې اى اېس اى ډګرجنرال فیض حمید د نوی مشر په توګه ټاکلى دى.
د نوموړی ځاىناستى ډګرجنرال عاصم منیر بیا د ګوجرانواله د قول اردو د قومندان په حیث په دنده ګومارل شوى دى. جنرال عاصم مُنیر تېرکال په اکتوبر میاشت کې د متقاعد شوی ډګرجنرال نوید مختار پر ځاى د یادې ادارې مشر ټاکل شوى و. جنرال مختار بیا په ۲۰۱۶ م کال کې د پخوانی صدراعظم نوازشریف د استخباراتی ادارې مشر ټاکلى و.
د پاکستان د اساسی قانون له مخې د استخباراتی ادارې د مشر په دنده ګومارل صدراعظم کوی او کاری موده یې هم تر درېـیو کلونو پورې وی، خو دا نه ده څرګنده چې ولې جنرال عاصم منیر د درېـىو کلونو د مودې تر پوره کېدو وړاندې له څوکۍ ګوښه شو. د پاکستان د پوځ د بلوڅ لېوا (رجمنټ) قوماندان ډګرجنرال حمید د پنجاب په پنوعاقل کې د فرقې (ډوېژن) د قومندان په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړی په ۲۰۱۷ مېلادی کال د اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ په فیض اباد سیمه کې د حکومت پرضد د مذهبی ډلې د احتجاج په پاى ته رسولو کې هم رول لوبولى و. د پاکستان پوځ د جنرال فیض حمید په شمول څلور تورنجنرالان د ډګرجنرالانو په توګه د مقررولو اعلام هم کړى دى. آى اېس آى له تېرو ۴۰ کلونو راهىسې د افغانستان په جګړه کې ښکېله اداره ده او سره له دې چې د دې ادارې په مشرتابه کې بدلون، د افغانستان په وړاندې د پاکستان د پوځ او آى اېس آى په پالىسۍ کې د بدلون نه سبب کېږی، خو ىو شمېر افغانان په دې اداره کې تغىىرات په ځىر څاری.