د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امرىکا ولسمشر د شمالی کورىا د مشر د نوىو ژمنو ستاىنه وکړه. د شمالی کورىا مشر کىم جونګ اوون د جنوبی کورىا له ولسمشر مون جی اىن سره وکتل.په دې لىدنه کې د شمالی کورىا مشر ژمنه وکړه چې په لنډ راتلونکی کې به جنوبی کورىا ته سفر وکړی او په خپل هېواد کې به د توغندىو د ازموىنې ىو مرکز د نړىوالو څارونکو مخې ته بند کړی.ډنالډ ټرمپ د دواړو کورىاوو د مشرانو تر غونډې وروسته په سپىنه ماڼۍ کې خبرىالانو ته ووىل:(( موږ له شمالی او جنوبی کورىا ګانو ډېر ښه خبر لرو. دوى سره وکتل او موږ ښې خبرې لرلې دی. ))