روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ډنمارک له افغانستان سره اوږد مهالو همکاریو ته دوام ورکوی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د ډنمارک شاهی هېواد د بهرنیو چارو وزیر انډریس ساموئلسن په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه. په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې، اصلاحاتو، فساد سره د مبارزې، د ولسی جرګې د بریالیو ټاکنو، پوهنې او حرفوی زده کړو په اړه بحث او خبرې وکړې.د هېواد جمهوررییس له افغانستان سره په بېلابېلو برخو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د ډنمارک شاهی هېواد د حکومت او خلکو د مرستو مننه وکړه او وې ویل: افغانستان لېواله دی د تعلیمی نصاب او حرفوی زده کړو د ښه والی په برخه کې د ډنمارک له تجربو ګټه واخلی.د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر انډریس ساموئلسن له جمهوررییس څخه  خپل حضور ته د نوموړی د منلو له امله مننه وکړه او دغه راز یې د هېواد جمهوررییس او خلکو ته د ولسی جرګې ټاکنو د بریالیتوب مبارکی ورکړه.هغه زیاته کړه: د ډنمارک حکومت او خلک د افغانستان حکومت او خلکو سره د حرفوی زده کړو په ګډون په ټولو برخو کې همکارۍ ته ژمن دی او دغو مرستو ته دوام ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید