د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې رییس جنرال جوزف ډنفورد وایی، ځواکونه به یې د ترورېزم ستونزې ته د حل ترموندلو په افغانستان کې پاتې شی. جنرال ډنفورد وویل: (( هېڅوک داسې یو وړاندیز نه کوی، چې امریکا پرته له دې چې د ترورېزم سره په جګړه کې زموږ د ګټو مسئلې ته حل وموندل شی، له افغانستان څخه ووځی)) دغه لوړپوړی امریکایی چارواکی د امریکا د واشنګټن ډی سی ښار د بروکینز په څېړنیز مرکز کې د چهارشنبې په ورځ خبرې کولې، په ټینګار وویل: ترورېزم سره جګړه په جنوبی آسیا کې د امریکا د ګټو په محور کې ځای لری.جنرال ډنفورد وویل: (( په جنوبی آسیا کې زموږ د حضور اصلی دلیل له ترورېزم سره مبارزه ده،چې د جنوبی آسیا لپاره د پراخې ستراتېژۍ د ملاتړ لپاره ترسره کېږی.)) نوموړی ټینګار وکړ، چې د جنوبی آسیا لپاره د امریکا ستراتېژی له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې امریکا ګټو ته په کتنې بحث پرې نه شی کیدلی.جنرال ډنفورد د طالبانو له استازو سره په دوحه کې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د خبرو هرکلی وکړ او د افغانانو په مشرۍ یې بین الافغانی خبرې د یو مهم اصل په توګه یادې کړې.کورنی امنیتی ګواښونه: د امریکا د پوځ عمومی لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورد د واشنګټن ډی سی د بروکینز په څېړنیز مرکز کې د امریکایی ځواکونو او د دغه هېواد د دفاعی وړتیاو د انتخاب په پسمنظر هم وغږېده.دغه لوړپوړی امریکایی چارواکی د ۲۰۱۵ م کال پرتله د امریکا نظامی وضعیت ښه وارزوه او ویې ویل، چې د تېرو څلورو کلونو پرتله د شمالی اتلانتیک تړون (ناټو) ټولنه هم پیاوړې شوې ده.د جنرال ډنفورد له نظره د عراق او سوریې وضعیت په تېرو څلورو کلونو کې بدل شوی او د داعش ډله په دغو هېوادونو کې د ماتې خوړلی ځواک په توګه ګڼل کېږی.ده وویل، چې په منځنی ختیځ کې د امریکا حضور او په دغه سیمه کې د امریکا د تازه پوځونو ځای پرځای کول د تحریکولو او یا هم د پوخی مقابلې لپاره نه دی، بلکې د جنرال ډنفورد پر وینا هدف یې په دغه سیمه کې د مخنیوی د اقداماتو لپاره یو اغېزمن چمتووالی دی.جنرال ډنفورد وویل: (( د ځواکونو ځای پرځای کولو کې بدلون درې دلیله لرل. لومړی دا چې ایرانیان په دې پوه شی، چې هرکار، چې وکړی، موږ پوهېږو، چې د هغوی له خوا دی. دوهم دا چې که چېرې زموږ د مخنیوی اقداماتو ځواب ورنه کړ، څنګه ځواب ورکړای شو او درېیم داچې ډاډ ترلاسه کړو، چې د مخنیوی لپاره ټول شیان یو د بل ترڅنګ فعال دی. د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومی لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورد، همداشان د روسیې، چین او شمالی کوریا سره د
امریکا په اړیکو هم خبرې وکړې.