روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې د عالی شورا رییس شو

د موافقې پر اساس، چې پرون په ارګ کې لاسلیک شوه، پخوانی اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د سولې د مشارکتی شورا رییس وټاکل شو.په دې موافقه کې، چې ولسمشر محمد اشرف غنی او عبدالله عبدالله لاسلیک کړې، د سولې مصالحتی شورا ته د ځانګړې بودجې، د دې شورا د رییس د صلاحیتونو، د سولې د عالی شورا دندې، د دې شورا رییس ته د هېواد د دوهم شخص په کچه د پرتوکول ورکولو، په کابینه کې د عبدالله عبدالله په خوښه د ۵۰ سلنه وزیرانو ټاکنې، عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکولو او د موافقې د تطبیق د یوه میکانیزم د جوړېدا یادونې شوی دی.جنرال دوستم ته د مارشالۍ د رتبې د ورکولو ترڅنګ د سولې د عالی شورا او د ملی شورا شورا غړیتوب هم ورکول کېږی.په لاسلیک شوې موافقه کې د هغو وزارتونو یادونه نه ده شوې چې د ښاغلی عبدالله په خوښه به وزیران ورته معرفی کېږی خو مخکې رسنیو د مخابراتو، عدلیې، کار او ټولنیزو چارو، فواید عامې او څو نورو وزارتونو یادونه کړې وه چې وزیران به یې ښاغلی عبدالله نوموی.په موافقه کې راغلی چې د کابینې غړی باید د لیاقت او قانونی شرایطو پر اساس معرفی شی او ولسمشر یې د موجه دلایلو له مخې له دندې لرې کولی شی. په دې صورت کې معرفی کوونکې مرجع (عبدالله) له دندې د لرې شوی کس پر ځای بل څوک معرفی کوی.عبدالله عبدالله ته به د سولې په اړوندو په ټولو مراسمو کې د دوهم شخص ځای او تشریفات ورکول کېږی.د موافقې پر اساس به د یو شمېر سیاسی مشرانو او د ښاغلی عبدالله د دوو مرستیالانو په ګډون به د دولت د عالی شورا په نامه مشورتی شورا جوړېږی. دا شورا به ۵ مرستیالان او یو لوی سلاکار لری. د دې شورا ۳ مرستیالان به ولسمشر غنی معرفی کوی.دا شورا، چې سیاسی مشران، ملی شخصیتونه او د ملی شورا ځینې استازی به یې غړی وی، دوهې برخې لری چې یوه عمومی مجمع او بله یې د مشرتابه کمېټه ده. د سولې چارو وزارت او له طالبانوسره د خبرو پلاوی به د دې شورا یوه برخه وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید