روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ډاکتر عبدالله: امریکا دې د سرتېرو په وېستلو کې بېړه نه کوی

 د ملی مصالحې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله وایی: امریکا پرېکړه کړې ، چې خپل سرتېری په بېړه خپل هېواد ته ستانه کړی.ده زیاته کړې: د امریکا پرېکړې ته په درناوی په کار ده، چې شرایطو ته په پام افغانستان کې د امریکایی سرتېرو شمېر کم شی.اسوشیټډ پریس د عبدالله له خولې ویلی: دوی د امریکا د پرېکړې ملاتړ کوی ،خو اوس د افغانستان وضعیت دې ته نه دی اماده ،چې د سرتېرو شمېر دې تر ټولو کمې کچې ته راټیټ شی.عبدالله څرګنده کړې، چې امریکا به د تل لپاره افغانستان کې نه وی ، خو ښه ده چې دا چاره په احتیاط ترسره شی.نوموړی له یوې خوا وېره ښودلې، چې طالبان به د دوی په خوښه مخ ته لاړ نه شی خو بل لورته یې په افغانستان کې د ناټو او یو شمېر امریکایی سرتېرو په پاتې کېدو خوښی څرګنده کړې ده.د یادونې ده تېره اوونۍ د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرسټوفر مېلر ویلی وو، چې د جنوری میاشتې تر نیمایی به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر له ۴۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راکم کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید