روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

 ډاکتر شرافت ((زمان)): د تېر یوه کال په موده کې د ۲۶ زرو روږدو کسانو درملنه شوې

سره له دې،چې بهرنیو هېوادونو او ڼړیوالو مرستندویو ټولنو د اسلامی امارت په واکمنېدو سره خپلې مرستې ودرولې ، خو د عامې روغتیا وزارت د مخدرو موادو د غوښتنې د کمولو دیپارتمنت پر مخدرو موادو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې پروګرام ته دوام ورکوی.اوس په مرکز او ډېرو ولایتونو کې د روږدو ناروغانو د درملنې لپاره روغتیایی مرکزونه او روغتونونه فعال دی.د عامې روغتیا وزارت د هلوځلو له امله اوس په کابل ښارکې پر مخدرو موادو د روږدو کسانو شمېر مخ په کمېدو دی. ټول هېوادوال دا هیله لری،چې دغه ناروغان راټول کړای شی او روغتونونو او د درملنې مرکزونو ته بوتلل شی،چې درملنه یې وشی او د مخدرو موادو له خطر څخه وژغورل شی.په دې اړه د هېواد ورځپاڼې خبریال یو رپوټ چمتو کړی،چې خپرېږی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شریف ((زمان)) وایی:د عامې روغتیا وزارت د یوکال په موده کې له۲۶ زره تنو د ډېرو روږدو کسانو درملنه کړې او د نورو روږدو کسانو د راټولولو او درملنې چارې دوام لری.دغه وزارت هڅه کوی،چې د هېواد په سطحه پرمخدرو موادو ټول روږدی کسان راټول کړی او په روغتونونو او د درملنې په مرکزونوکې یې تر درملنې لاندې ونیسی.په دې برخه کې له نورو اداراتو سره د همغږۍ راوستلو لپاره هلې ځلې دوام لری،چې د روږدیتوپ ستونزه تر کنترول لاندې راوستل شی.

ډاکتر زمان په پخوانی نظام کې له عامې روغتیا وزارت سره د بهرنیو هېوادونو او مرستندویو ټولنو مرستې ته په کتو سره وویل:د عامې روغتیا وزارت هڅه او هاند پیل کړی،چې له یو شمېر ادارو سره په دې برخه کې کار وشی،چې د راتلونکې لپاره د روږدیتوپ ستونزې د اوارولو په برخه کې ښه پلان جوړ او هغه پلی شی،چې د مخدروموادو د غوښتنې د کمولو ادارې او د روږدو ناروغانو د درملنې بهیرغښتلی شی.

ده د هېواد په سطحه پر مخدرو موادو د ښځینه وو، نارینه وو او همدارنګه د ماشومانو شمېر ته په اشارې سره څرګنده کړه:په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې یوه سروې شوې،چې د هغې له مخې پر مخدرو موادو د روږدو کسانو شمېر کابو ۳ میلیونو کسانو ته رسېده،چې له دغې ډلې ۸۵ زره تنه یې ښځینه وې.اوس د عامې روغتیا وزارت د پرله پسې هلوځلو له امله دغه شمېر راټیټ شوی دی.د جوماتونو او نورو ادارو له لارې تبلیغاتی کار کېږی، چې ورسره د روږدو کسانو درملنه شوې او شمېریې راټیټ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند د روږدو کسانو د شمېر د راټیټولو پالیسۍ ته په کتو سره ډاګیزه کړه:د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال په موده کې له ۲۶ زره د ډېرو روږدو کسانو درملنه کړې او د نورو رږدو ناروغانو د درملنې چارې دوام لری. په دې توګه پر مخدرو موادو د روږدو ناروغانو د درملنې ګراف راټیټ شوی دی.له ټولو مهم ،هغه مواد دی،چې روږدی کسان یې کاروی د هغو په مخنیو ی سره د روږدو کسانو شمېر هم راټیټېږی.د عامې روغتیا وزارت د مخدرو موادو د غوښتنې کمولو دیپارتمنټ د روږدو کسانو د درملنې دنده پرغاړه لری، خو د مخدرو موادو د له منځه وړلو دنده د کورنیو چارو وزارت د مخدرو موادو پرضد د مبارزې په ادارې پورې اړونده ده.کوم مخدر بوټی او کوکنار،چې کرل کېدل د هغو کرکیله له منځه تللې او ورسره هیرویین هم له منځه تللی، نو ځکه د روږدو کسانو د ګراف کچه هم ورسره راټیټه شوې ده.موږ هیله من یو،چې د روږدو کسانو شمېر به نور هم راټیټ کړای شی.

ده د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې پر مخدرو موادو د روږدو کسانو د راغونډېدو ستونزې ته په اشارې سره جوته کړه:موږ له همدغو او نورو سیمو څخه روږدی کسان راټول کړی او بیا مو د عامې روغتیا وزارت په روغتونونو او د درملنې په مرکزونو کې تر درملنې لاندې نیولی دی.دغه وزارت هڅه کوی، چې له دغه شمېر څخه هم د ډېرو کسانو درملنه وشی.موږ هوډ لروهغه کسان،چې تر اوسه هم په کابل سیند، تر پلونو لاندې، د سړکونو پردواړو غاړو او همدارنګه په کوڅو کې مخدر مواد کاروی او د خلکو لپاره مزاحمت جوړوی راټول او پر درملنه یې لاس پورې کړو.

ډاکتر زمان د هېواد په سطحه پر مخدرو موادو د روږدو ناروغانو د درملنې مرکزونو شتون ته په کتو سره وویل:د هېواد په سطحه زموږ کابو ۵۹ روغتونونه او د درملنې مرکزونه فعالیت لری،چې په کې پر مخدرو موادو د روږدو ناروغانو درملنه کېږی.

ده په کابل کې د روږدو ناروغانو د زربستریز روغتون، د جنګلک روغتون او همداسې د علاوالدین روغتون فعالیت ته په اشارې سره زیاته کړه:په یادو روغتونونو او مرکزونوکې د روږدو ناروغانو درملنه له روحی پلوه هم تر سره کېږی،سربېره پر دې دوی ته تمرین ورکول کېږی او له دینی پلوه هم روزنه ورکول کېږی.کوم پلان،چې موږ ته جوړ شوی دی هغه د روږدو ناروغانو د درملنې لپاره پلی کوو.د پاتې روږدو کسانو د درملنې لپاره کار کوو،چې په راتلونکې کې به یې هېوادوال شاهدان وی.

ډاکتر زمان د هرات،فراه او نیمروز په ولایتونوکې د روږدو ناروغانو د درملنې بهیرته په اشارې سره څرګنده کړه:په دغو ولایتونو کې هم پر مخدرو موادو د روږدو کسانو شمېر ډېر دی او لکه د نورو روغتونونو او روغتیایی مرکزونو په څېرد ناروغانو درملنه په کې ترسره کېږی.موږ ته له پخوانیو نظامونو ډېرې ستونزې او ناخوالې راپاتې دی،چې یوه یې د روږدو کسانو ستونزه ده.موږ هڅه کوو،چې د دغو ولایتونو روږدو ناروغانو ته لا ډېر خدمتونو وړاندې شی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر زمان وویل:درنې کورنۍ دې خپل اولادونه په داسې روحیه وروزی،چې له مخدرو موادو ځانونه لرې وساتی.که د هغو روزنې او پالنې ته پاملرنه ونه شی، کېدای شی د مخدرو موادو لمنې ته ولوېږی اوپه داسې حالت کې به د حکومت او کورنیو د اوږې پېټی شی.څومره،چې روږدی کسان په کابل ښار کې سره راټولېږی هغومره ځوانان له خطر سره مخ کېږی او کیدای شی پر مخدرو موادو روږدی شی؛نو زه له درنو کورنیو غواړم،چې خپل اولاد پرې نږدی،چې له روږدو کسانو سره اړیکې ونیسی.

پرمخدرو موادو روږدی امان الله،چې شپه او ورځ د ده افغانانو په کوڅو کې تېروی وایی:له دریو کلونو راهېسې په پوډرو اخته شوی یم، د ژوند د ناخوالو،وزګارتیا او بېوزلۍ له امله مې د مخدرو توکو خواته مخه کړې ده.اوس داسې یو حد ته رسېدلی یم،چې د پوډرو خوشې کول راته ګران او ستونزمن شوی دی.دعامې روغتیا وزارت د مخدرو موادو د غوښتنې کمولو ګرځنده ټیمونه راغلی،خو زه پر دې نه یم توانیدلی،چې د روږدو ناروغانو په روغتون او مرکزکې بسترشم چې درملنه مې وشی.داچې د عامې روغتیا وزارت پر نشه یی توکو روږدی کسان د درملنې لپاره روغتون ته بیایی او درملنه یې کوی ، دا یو نېک او ښه اقدام دی؛ځکه هم یې درملنه کېږی او هم ډوډۍ ورته مقررېږی.که چېرې موږ ته درې وخته ډوډۍ راکړل شی او له بل لوری زموږ د درملنې لپاره اقدام وشی،په خوښۍ سره دغه نېک کار ته حاضر یو.

پرمخدرو موادو روږدی حسین علی،چې د ده افغانانو په سیمه کې نشه یې توکی څښوی وایی: د اقتصادی ستونزو له امله په کورکې شخړې او خپګان را پورته شو،د کورنۍ غړو تل راته ویل،چې کار نه کوې او تیاره ډوډۍ خورې.همدا لامل شو،چې کور مې خوشې کړ او د پوډرو لمنې ته مې پناه یوړه ،له دغه کاره کابو دوه کاله تېرېږی.په کورکې چا پرې نښودلم ، چې شپه تېره کړم.اوس شپې او ورځې د کابل سیند د پلونو لاندې یا د ده افغانانو یا د نورو سیمو په کوڅو کې تېروم.له خلکو خیر غواړم. ترلاسه شوې پیسې د پوډرو او وچې ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره لګوم،که چېرې حکومت موږ ته ډوډۍ راکړی حاضر یو،چې د روږدو ناروغانو په مرکزونوکې داخل شوچې درملنه مو وشی .د عامې روغتیا وزارت د ګرځنده ټیمونو له خوا ډېر روږدی کسان د ساتنې او درملنې لپاره روغتیایی مرکزونو ته بېول کېږی،خو موږ نه یو بریالی شوی.موږ د عامې روغتیا له وزارت څخه خوشحاله یو،چې د روږدو ناروغانو لاسنیوی کوی او وروسته له درملنې یې رخصت او خوشې کوی.

((نوری))

ممکن است شما دوست داشته باشید