د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
چین په برېتانیا کې پر ځینو سازمانونو او افرادو د هغه څه له امله بندیزونه ولګول، چې پیکېنګیې (( په ناوړه ډول د درواغو او غلطو معلوماتو خپرول)) یادوی.چین وایی: دغه غلط معلومات د اقلیت اویغور مسلمانانو پز وړاندې د چین د چلند په اړه خپاره شوی دی.د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون په اعلامیه کې وویل: د دوی لهخوا دغه بندیزونه پر څلورو شرکتونو او د برېتانیا د پارلمان د وکیلانو په ګډون پر نهو افرادو لګول شوی دی.دا تحول د چین په شمال لوېدیځه سیمه شینجین کې له بشری حقونو د سرغړونو له امله د دیپلوماتیکو اړیکو د ترېنګلتیا تازه مورد دی.په همدې حال کې سلګونه اویغورانو وړمه ورځ د ترکیې په انقره او استانبول ښارونو کې ترکیې ته د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی د سفر په اعتراض کې لاریون وکړ.دوی د چین په شینجین سیمه کې د بشری حقونو د سرغړونو په وړاندې له ترکیې د کلک دریځ غوښتنه وکړه.