د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د چین د دولتی شورا غړی او بهرنیو چارو وزیر وانګ یی د کمبوډیا له مرستیال صدرعظم او بهرنیو چارو وزیر پراک وخون سره انلاین لیدنه کړې.وانګ یی په یادې لیدنې کې ویلی، چې په نننۍ نړۍ کې سوله تر برید لاندې راغلې او د پرمختګ پر وړاندې خنډونه ډېر دی.هغه وویل، چې چین به له راتلونکې میاشتې د چین، کمبوډیا، اندونیزیا او تایلنډ په نوبت سره د بریکس هېوادونو د مشرانو د غونډې، د ختیځې آسیا د همکارۍ په باره کې د مشرانو د یو لړ کنفرانسونو، د شلو هېوادونو د مشرانو سرمنشریزې او د ایپېک ((APEC)) د مشرانو د غیر رسمی غونډې کوربه توب وکړی.