د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
چین له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د یو میلیون امریکایی ډالرو په ارزښت د روغتیایی توکو مرسته وکړه. د روغتیایی توکو په دې کڅوړه کې نږدې ۴۰ زره د کورونا ویروس د تشخیص کېټونه، ۲۰زره محافظتی کېټونه، دوه پایې د پی سی آر او دوه پایې د آر ان اکسترکشن دستګاوې شاملې دی.
د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش له مطبوعاتی دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې ددې مرستو د ترلاسه کولو په موخه وړمه ورځ د حامد کرزی نړیوال هوایی ډګر کې مراسم جوړ شوی وو.په دې مراسمو کې د چین سفیر وانګ یو، د روغتیا وزارت سرپرست جواد عثمانی، خپله سرور دانش او یو شمېر نورو افغان چارواکو ګډون کړی و.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دا مرستې افغانستان کې له کورونا ویروس سره د مبارزې په موخه شوې دی.د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش او د روغتیا وزارت سرپرست جواد عثمانی په یادو مراسمو کې له افغانستان سره د چین د مرستو مننه او د دغو مرستو پر دوام یې ټینګار کړی دی.که څه په هم هېواد کې د کورونا ویروس د خپریدو کچه ټیټه شوې ، خو د عامې د روغتیا وزارت چارواکو د ژمی په رارسیدو سره د کورونا د دوهمې څپې د بیا خپرېدو خبرداری ورکړی دی