د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست په کابل کې د چین د ولسی جمهوریت له سفیر سره په لیدنه کې دواړو خواوو د بورسونو پر زیاتوالی، د دواړو هېوادونو د پوهنتونونو تر منځ پر همکاریو، ګډو علمی څیړنو، دبدخشان پوهنتون او د نورستان د لوړو زده کړو نوې جوړې شوې موسسې کې د ټوریزم ډیپارټمنټونو د جوړولو، د بامیانو د ټوریزم له یپارټمنټ څخه د حمایت کولو او د دواړو هېوادونو د لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د مرستو پر زیاتوالی بحث اوخبرې وکړې.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دې لیدنه کې د چین هیواد له سفیر څخه وغوښتل، چې د افغانستان د پوهنتونو د استادانو لپاره د خپلو کلنیو بورسونو ورکول زیات کړی.
همدا ډول پوهنمل عبدالتواب بالاکرزى د دواړو هیوادونو د پوهنتونو ترمنځ د علمی او څیړنیزو اړیکو د پراخوالی غوښتونکى شو او د افغانستان د علمی ملی ډیټابیس د جوړولو مقدماتې طرحه یې د چین سفیر ته وسپارله.
د لوړو زده کړو علمی مرستیال او سرپرست په بیلابیلو برخو کې په ځانګړی ډول د هېواد د لوړو زده کړو وزارت په برخه کې د چین هېواد له مرستو څخه مننه وکړه او ویې ویل: (( د چین جمهوریت د افغانستان له دولت سره تاریخی او پخوانۍ اړیکې لری او د افغانستان له خلکو سره د یاد هېواد علمی او اکاډیمیکې مرستې ښکاره او د قدر وړ دی. ))
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د لوړو زده کړو په پروګرامونو کې پرمختګ ته په اشارې سره وویل چې اړتیا ده تر څو د چین هېواد پوهنتونونه د افغانستان له پوهنتونو سره له دې زیات علمی او اکاډیمیک توأمیت ولری.
نوموړی د هیواد د ولایتونو د اهمیت په باره کې معلومات ورکړل او ویې ویل: ((د افغانستان ډیر ولایتونه لرغونی او ټوریسټی ځایونه لری او موږ په خپلو ولایتی پوهنتونو کې د ټوریسټی څانګو د ډیپارټمنټونو د جوړولو غوښتونکی یو او له دوست هیواد چین څخه غواړو چې په دې لاره کې دلوړو زده کړو وزارت سره مرسته وکړی.)) افغانستان لپاره د چین سفیر وانگ یو د لوړو زده کړو وزیر د وړاندیزونو په منلو سره وویل چې دغه غوښتنې به د خپل متبوع دولت مسوولینو ته ورسوی.
نوموړی د دواړو هیوادونو اړیکې تاریخی، نیکې او په ارزښتونو او ګډو ګټو ولاړې وبللې او ویې ویل چې موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمی او اکاډمیکو مرستو د زیاتوالی غوښتونکی یو.