د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلی، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د اقتصادی پروژو د عملی کولو او د بنسټیزو پروژو د ملاتړ برخه کې د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دی.وانګ یو دا څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسی معیین میرویس ناب سره په تلېفونی مکالمه کې کړې دی.له یاد وزارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې چین دغه راز له کورونا وبا سره د مبارزې برخه کې هم د افغانستان د ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړې او ټینګار یې کړی، چې هېواد یې د کورونا ضد واکسینو د بلې بستې را لېږدولو ته هم پوره چمتووالی لری.د یادونې وړ ده ،چې وړمه ورځ ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په تلېفونی مکالمه کې وېیلی ،چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانې جګړې پای ته ورسېږی او دلته دایمی اوربند رامنځ ته شی.دده په خبره چین د افغانستان خپلواکۍ او ملی حاکمیت ته درناوی لری او له دغه هېواد به خپل هر اړخیز ملاتړ ته ادامه ورکوی.نوموړی زیاته کړې ،چې دوی تل په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره هڅه کړې او بیا هم هڅه کوی ،چې په دغه هېواد کې ښکېل اړخونه ژر تر ژره د خبرو له لارې پایلې ته ورسېږی او روانه جګړه د تل لپاره ختمه شی.ده د سیمې پر هېوادونو هم غږ کړی، چې له افغان سولې سره بشپړه او هر اړخیزه همکاری وکړی.چینایی لوری همدا راز وېیلی، چې افغانستان یې په سیمه کې ښه ملګری هېواد دی او د سولې د راتګ په صورت کې د دواړو لورو ترمنځ پراخ اقتصادی فرصتونه موجود دی.