روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

چین: د افغانستان د اقتصادی بحران لامل امریکا ده

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایی د افغانستان بانک د اووه میلیارد ډالره شتمنۍ کنګل کېدل د دې هېواد د اقتصادی بحران په پراخولو کې منفی رول لری. د دې وزارت ویاند وانګ وین بین په یوه خبری غونډه کې وویل چې امریکا د افغانستان بانک دا شتمنی له توجیه پرته وېشلې دی. نږدې یو کال مخکې چې ا.ا بیا واک ته ورسېد، امریکا د افغانستان څه باندې اووه میلیارده ډالره شتمنی کنګل کړه. د امریکا ولسمشر جو بایډن تېر کال په یوه فرمان کې امر وکړ چې د افغانستان د دې شتمنۍ نیمایی دې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو د کورنیو او پاتې دې د افغانستان له خلکو سره د بشری مرستو لپاره ځانګړې شی، خو د تېرې اونۍ په اوږدو کې د نړۍ له اویا زیاتو اقتصادی متخصصانو په یو لیک کې د امریکا له ولسمشر او د خزانې له وزیر څخه وغوښتل چې دا شتمنی دې افغانستان ته وسپاری.

ممکن است شما دوست داشته باشید