روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

چین ته د طالبانو او قریشی سفر او له ناامنۍ وېره

په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر د مشر ملا عبدالغنی برادر په مشرۍ نهه کسیز پلاوی چین ته تللی او له چینایی چارواکو سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو بحث کړی دی. څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی هم چین ته تللی و او د سیچوان ولایت په مرکز چینګدو کې یې د کوربه هېواد د بهرنیو چاروله  وزیر سره لیدلی دی، چین په زغرده له پاکستانه غوښتنه وکړه، چې له ترهګرۍ لاس واخلی او د افغانستان په سوله او ثبات کې همکاری وکړی، دواړو لورو د دې لپاره یوه اعلامیه هم خپره کړه، چین پلان لری، چې د افغانستان اوسیمې په سوله او ثبات کې خپلې اقتصادی لارې او پروژې احیا او د خپلې سوداګرۍ جال نور هم په سیمه او نړۍ کې پراخ کړی، خو ترهګری د دې موخې خنډ ګرځېدلې ده، هغه ترهګری، چې له طالبانو سره یوځای له پاکستانه سرچینه اخلی!

چین ته د طالب استازو او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر سفرونه په داسې حال کې کېږی،چې په بلوچستان ایالت کې بلوڅ ملتپال او دغه راز پاکستانی طالبان په پرله پسې توګه د پاکستان پر ملېشو او د چین پر کارګرو بریدونه کوی،څه موده وړاندې په بلوچستان کې یوځل بیا د چین پر پروژوی کارکوونکو هم بریدونه وشول او ځینې چینی اتباع یې ووژل، دغو بریدونو د چین پروژې له خنډونو سره مخ کړې دی، خو پاکستان د چین سخت پوروړی دی. چین ته د طالبانو او شاه محمود قریشی سفرونه هم د دې لپاره وو، چې ورسره خواخوږی اظهار او د دې ډاډ ورکړی، چې په بلوچستان کې به یې اقتصادی پروژې له خنډ سره نه مخ کېږی.

بل لوری چین په خپل ګاونډ افغانستان په تېره بیا ترکستان کې له ناامنیو سخت په وېره  کې دی،ځکه د طالبانو او ترهګریزو ډلو پر مټ د سیمې دښمنو لورو د هېواد په شمال کې جګړه او بریدونه پراخ کړی دی، که د هېواد شمال په ځانګړې توګه بدخشان ناامنه وی، نو د چین خپلواکۍ غوښتونکی مخالفین هم کولی شی، چې په اسانۍ سره په کې د چین پرضد فعالیتونه پراخ کړی!

 د افغانستان شمال ته د ترهګریزو ډلو په تېره بیا دداعش په استولو کې پراخ لاسونه دی، روسیه له یوې خوا د طالبانو او ترهګریزو ډلو ملاتړ کوی، خو له بلې خوا له دې کاره د وېرې ډنډورې هم وهی، چې ګنې له دې حوزې له خطر سره مخ ده.

د روسیې د دفاع وزیر سرگی شویگو د تېرې چارشنبه په ورځ وېیلی چی هېواد یې د افغانستان له بحرانی حالته په وېره کې دی او په منځنۍ آسیا کی د خپلو پوځی اډو«جنگی وړتیا» تقویه کوی. همدارنگه روسیه به له افغانستان سره په سرحد کې په یوه گډ پوځی مانور کې هم برخه واخلی. د روسیې د دفاع وزیر څرگنده کړې چی د خپل هېواد پوځی اډې به په منځنۍ آسیا کې د شوروی اتحاد په پخوانیو جمهوریتونو تاجیکستان او قرغزستان کی «د بحرانی حالت پر وړاندې د غبرگون» په توگه لا ښې مجهزی کړی. د روسیې د دفاع وزیر د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د هېواد وضعیت له گاونډیو هېوادونو او له سیالانو لکه د چین د دفاع وزیر وای فینگه سره تر بحث لاندی ونیو. هغه وېیلی چې په سیمه کې د بریدونو خطر ډېرېږی، دا ځکه چې د داعش ترهگرې ملېشې مخ پر زیاتېدونکی ډول د مثال په توگه له لیبیا او سوریې څخه افغانستان ته راځی. د روسیې د دفاع وزیر تاجیکستان ته ډاډ ورکړی چې د ترهگرو د احتمالی نفوذ پر وړاندې دغه هېواد ملاتړ کوی.

بل لوری په هند کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتونی بلېنکن او دکوربه هېواد ترمنځ هم د افغانستان پر وضعیت بحث شوی او د افغانستان امنیت اوثبات د هند په ګټه بلل شوی دی. دا په داسې حال کې ده،چې د پاکستان په مستقیم ملاتړ طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو بریدونه ډېر کړی دی، خو په دې کې ګڼ زیانونه اوړی او د سیمې د اتصال پلانونه له خطر سره مخ شوی دی، چې هند، چین او امریکا پرې اندېښنه څرګندوی. خو روسیه د شمال په ناامنه کولو کې خپله ګټه لټوی او د مرکزی اسیا هېوادونه په وېره کې اچوی،چې ترې خپله سیاسی او اقتصادی خپلواکی تر لاسه نه کړی او په خپلواکه توګه باامنه افغانستان له لارې سویلی اسیا په ځانګړې توګه هند سره وصل نه شی. داسې وېیل کېږی، چې روسیه د داعش په فعالیتونو کې لاس لری او په ډېر مهارت یې خپلې ملېشې او څارګرې شبکې په کې ورداخلې کړې دی،چې مرکزی اسیا پرې ووېروی، خو دا د سیمې او نړۍ په وړاندې خطرونه لا پسې پیاوړی کوی، دا د هېڅ لوری پر ګټه نه ده، دا ترهګری ده، چې د سیمې مشترکې ګټې ګواښی او د سیمې د اتصال پلانونه له خاورو سره خاورې کوی، چین باید په دې برخه کې هڅې پراخې کړی او له هند او امریکا سره خپلې اړیکې سمې او د سیمه ییز ثبات لپاره هڅې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید