د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
چین وایی: امریکا دې د ترهګرۍ ضد مبارزې په نامه د هېوادونو ملی حاکمیت نه نقض کوی. په کابل کې د چین سفارت په ټوېټ پیغامونو کې د امریکا وروستی ډرون برید ته په اشارې ویلی ،چې امریکا باید له نړیوالو قوانینو سره سم د هېوادونو خپلواکۍ او حریم ته درناوی وکړی. د سرچینې په خبره دغه هېواد ته نه ده په کار ،چې د نورو هېوادونو هوایی او ځمکنی حریم د ترهګرۍ ضد مبارزې په نامه نقض کړی. بلخوا افغان حکومت هم تر دې وړاندې ویلی، وو چې دوی پر افغان خاوره د امریکا هوایی برید غندی او هغه له نړیوالو قوانینو د سرغړونې تر څنګ د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه بولی.