د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
چىن او هند له جګړه ځپلی افغانستان سره د مرستو د لړۍ د ىوې برخې په توګه دافغان ځوانو دىپلوماټانو د دوىمې جوپې د روزنې چارې پیل کړې.تېر کال په اپرىل کې د هند لومړی وزىر نارىندرا مودی او د چىن ولسمشر شىجن پېنګ د افغانستان لپاره د ګډو پروګرامونو د پلی کولو اعلان کړى و چې د دىپلوماتانو د روزنې لړۍ د همغو پروګرامونو ىوه برخه ده.تېره ورځ د افغانستان د دىپلوماتانو د روزنې لپاره په پىل شوی کورس کې ۱۰ تنه افغان دىپلوماتانوبرخه اخىستې وه.دغه دىپلوماتان به د نومبر له ۱۱مې څخه تر ۲۳مې پورې د اىلىټ بهرنىو خدمتونو انسټىټوټ ىا اىف اېس اى کېتر روزنې لاندې وی او له هغې وروسته به د چىن او هند پر مطالعاتی مرکزونو ګرځول کېږی.د اىلىټ فارن سروىسز انسټىټوټ مشر جى اېس ماکول د دغو ځوانانو د روزنىزې دورې د پىل مراسمو ته وىلی، تر اوسه ىې ۱۷۹ افغان دىپلوماتانوته روزنه ورکړې ده.دې غونډې ته د چىن سفىر سن وىډونګ، د افغانستان د باندنىو چارو وزارت استازی طاهر قادری، د چىن د بهرنىو چارو د پوهنتون مشر وسوجىان او د هند لخوا د پاکستان، افغانستان او اىران لپاره د ځانګړې څانګې مرستىال دىپک متل هم وىناوې واورولې.تر دې مهاله هند د افغانستان د بىا رغونې او ښې حکومتولۍ په برخه کې ۳ مىلىارده ډالره لګولی او هڅه کوی چې له کابل سره د دولت په دولت اړىکه ىې د دوستۍ په فضا کې پاتې شی.