روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

چوره کېدل یعنې څه اوو څوک ولې چوره کېږی؟

چوره هغه روغتیایی ستونزه ده چې، په هر عمر کې نارینه ته پیداکېږی. کله چې، په نس کې د کولمو یوه برخه له خپل عادی حالت څخه واوړی او بېځایه شی نو دې حالت ته hernia یا چوره ویل کېږی.په بله وینا کله چې، د ځینو لاملونو له مخې د کولمو پر مخ غوړیدلې پرده سورۍ شی نو په نتیجه کې یې د کولمو یوه برخه بې ځایه او له نوموړې پردې څخه را وزی.یوعام ډول یې مادرزادی یا دخصیو چوره دی. داچې، نوموړی حالت څنګه پېښېږی، په دې هکله په کابل کې د ماشوم د صحت روغتون د جراحی برخې متخصص ډاکټر غلام مصطفی زمری داسې وایی:”کله چې، د خصیې او نس ترمنځ پرده دځینو لاملونو له مخی څیرې شی، نو په نتیجه کې یې په کولموکې راټولې شوی اوبه د خصیوکڅوړې ته لاره  پیدا کوی چې، په دې ډول په خصیوکې یو ډول پاړسوب او درد پیداکېږی“.د کولموچوره تر نامه پورته، تر نامه کښته او یا هم له نامه سره جوخت رامنځته کېږی.د ماشومانو چوره کېدل که د نامه په برخه کې وی او که ترنامه لاندې وی، بېلابېل لاملونه لری، لکه دوامداره قبضیت، خواګرځی، ډیره ژړا او داسې نور.د ننګرهار ولایت یوه مېرمن په دې اړه داسې وایی: ”زما ماشوم لومړی قبضیت و، خو وروسته بیا په چوره واوښت“.ډاکټر زمری په دې اړه داسې وایی: ”د ماشوم ډېره ژړا ددې سبب کېږی چې، د هغه پرکولمو او مادر زادی فشارراشی او په نتیجه کې ماشوم چوره شی.دغه ډول د ماشوم لپاره اوږد مهاله قبضیت، د صحرا ګشت پرمهال زور وهل، قوی ټوخی، له جګو ځایونو څخه ټوپ وهل او ډیره ژړا هم د چوره کېدو لامل کېدای شی، خو په غټانو خلکوکې دواړه ډوله چوره یوډول لاملونه لری“.د ننګرهار ولایت یوه مېرمن په دې باب داسې وایی: ما ته د لنګون پرمهال ” دایې “ وویل چې، زور وواهه، هغه وچې، له دې امله مې د نامه برخه چوره شوه“ذبیح الله چې، یو موټرچلوونکی دی په دې اړه داسی وایی: ”یوه ورځ مې د موټر ټایر پورته کړ چې، په هغه ورځ چوره شوم.“ډاکټر زمری په دې باب داسی وایی: ”د درنو شیانوپورته کول، پړمخی لوېدل او داسې نور په لویانوکې د چوره کېدو سبب کېږی.روغتیایی کارپوهان وایی چې، د چورې په حالت کې دکولمې یوه برخه له خپلې اصلی کړۍ څخه وزی او د سوری شوی پردې په خالی ځای کې ننوزی.له دې امله په کولمه کې یو ډول بندوالی پیداکېږی چې، په دې ډول وینه او اکسېجن دکولمو ټولو برخو ته نه رسېږی.د چورې پر مهال د درد او پاړسوب کچه د کولمو پرمخ د پردې د سوری په اندازې پورې اړه لری.

که چېری سوری لوی وی، نو ستونزې هم ډېری وی او که کوچنۍ وی نو ستونزې یې هم لږې وی، خو د وخت په تېرېدو سره کېدای شی چې، دغه ستونزې ډېرې شی.په دغه وخت کې ناروغ ته سخت درد او کېدای شی چې، د هاضمې ستونزې هم پیداشی.یوه مېرمن چې، ماشوم یې په کابل کې د صحت طفل په روغتون کې د چورې له امله بستر دی، ددې ناروغۍ د نښو نښانو په اړه داسې وایی: ”زما د ماشوم له نامه سره پاړسوب پیدا کېږی.چوره که دوجود په هره برخه کې وی، نو څرګندې نښې لری، د بېلګې په توګه که چېری چوره په نس کې وی نود نس په پورته یاکښته برخه کې او یاهم له نامه سره وی، یوډول پاړسوب پیداکېږی.که ددغه پاړسوب برخه ورو ورو وموښل شی، نو بیرته خپل عادی حالت ته راګرځی، خو کېدای شی چې، دغه پاړسوب بیرته پیداشی“.ډاکټر زمری په دې اړه داسی وایی: ”د چورې لاملونه په ماشومانو او لویانوکې یو ډول وی.مثلاً چوره شوې برخه له رنګه شنه اوړی، پاړسوب پیداکوی چې، د وخت په تېرېدو سره یی پاړسوب ډېرېږی“.اوس پوښتنه داده چې، د ناروغۍ د نښونښانو په لیدوسره باید څه وکړو؟ په دغسی یوه حالت کې ځینې خلک کورنی علاج ته مخه کوی.

یوه مېرمن چې، د پروان ولایت اوسېدونکې ده داسی وایی: ” موږ د چوره ناروغ د درملنې لپاره په یوه دېګ کې دڅارویوخوشایی سوځوو، بیا په لندو شویو اوړو سره د دېګ خوله بندوو، وروسته دېګ پرچوره شوې برخه باندې سرچپه ږدو اوکه دکوم ماشوم نوم چوره شوی وی، نویوه د وسپنې سکه یې په ګېډه پورې ورتړو“. خو ډاکټر زمری بیا دغه تجربې نه منی او وایی: ”که چېری لویان او یا ماشومان چوره شی، نو خامخا دې ډاکټر ته ولاړ شی“.

خو اوس پوښتنه دا ده چې، څنګه کولای شو د ماشومانو اولویانو د چوره کېدو مخه ونیسو؟ ډاکټر زمری په دې باب وایی:”میندی او پلرونه بایدخپل ماشومان ټوپ وهلواو ډېرې ژړا ته پرې نه ږدی.

لویان باید درانه شیان پورته نه کړی اوکه چېری یې پورته کوی، نوباید په دواړو لاسونو یې پورته کړی.

که چېرې ماشومان قبضیت لری او یا ډېر ژاړی، نو باید ژر ډاکټر ته یووړل شی. ماشومان باید له لوړو ځایونو څخه ټوپ ونه وهی، د صحرا ګشت پروخت باید ډېر زور ونه وهل شی.

دغه ډول دې د ماشومانو له وهلو ټکولو څخه هم ډډه وشی.

 رحیم درمل

ممکن است شما دوست داشته باشید