د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کې د کوکنارو کښت صفر شوى دى.تخته پل د کندهار ختیځ پلو ته په ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالی ده چې مخکې ډېر کوکنار پهکې کرل کېدل، خو چارواکی تازه پهدې ولسوالۍ کې د تریاکو د کښتونو د صفر کېدو خبر ورکوی.
د تخته پل ولسوال شاولی خان وایی: چې په وروستیو کلونو کې توانېدلی چې د کوکنارو د کښتونو پرځای د دې ولسوالۍ کروندهګر د پستې باغونو او زعفرانو کښتونو ته وهڅوی.
د دې کار په نتیجه کې په تخته پل ولسوالۍ کې د تریاکو او بنګو د بوټو کښت صفر شوی دی.
شاولی خان زیاته کړه:(( کله چې زه دې ولسوالۍ ته راغلی یم، د کوکنارو بوټی مې نهدی لیدلی، دا بوټی دلته اوس بیخی صفر شوی. دلته د نېشهیی توکو رییس او ټیم یې راغلى او کښتونه یې له نږدې لیدلی دی. د دې ولسوالۍ خلک له دولت سره همکاری کوی او د دولت ټول قوانین په پام کې نیسی))
د تخته پل ولسوال وایی، چې د نېشه یی بوټو د کښت په کمېدو سره پهدې ولسوالۍ کې امنیت هم ټینګ شوی او له دوی سره د خلکو همکاری زیاته شوې ده.
بله خوا ته د تخته پل ولسوالۍ د بزګرانو د ټولنې مشر عبدالواسع وایی: د عامه پوهاوی او بدیلو کښتونو له امله اوس د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې نېشهیی بوټی نهکرل کېږی.
دی وایی:(( کوکنار یو خطرناک بوټی دی، زموږ بزګرانو مخکې پهدې اړه پوره پوهاوی نه درلود، دوی نه پوهېدل چې د نېشهیی بوټو ګټه او تاوان چا ته رسېږی. اوس دولت هم کارکوی او ولس هم پوهېدلی دی، په تېره بیا د بزګرانو ټولنې په خپلو غونډو کې یادونه کړې ،چې که زموږ د ولسوالۍ اوسېدونکی په نېشهیی موادو اخته شی، بیا که دا ټوله ولسوالۍ زموږ لپاره سره زر شی، بیا هم موږ تریاک نهکرو))
د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې چارواکی داسې مهال د نېشهیی توکو د کښت د صفر کېدو خبره کوی چې د دې ولایت په لویدیځو ولسوالیو کې د دولت له مخکنیو کمپاینونو سره-سره د نېشهیی بوټو، په تېره بیا د کوکنارو کښت پراخ شوى دى.
صادق ریښتینی