د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
په افغانستان کې د تاوتریخوالی له زیاتوالی سره هممهال په عامه تاسیساتو، د اوبو او برښنا په بندونو او سترو ملی پروژو هم حملې شوې چې مالی زیانونه هم له ځان سره لری.تازه د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم اداره وایی، طالبانو د سلما او شاه عروس د اوبو بندونو پر امنیتی پوستو بریدونه کړی.د دغې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک د جمعې رسنیونه وېیلی: د شاه عروس بند په دېوال مرمۍ لګېدلې ،چې د بند دېوال ته یې زیان اړولی: (( وسله والو طالبانو په سلما او شاه عروس بندونو بریدونه کړی، چې په نتیجه کې د شاه عروس بند دېوال ته زیان رسېدلی، طالبانو په دې وروستیو څو ورځو کې پر لویو بندونو او نورو لویو پروژو بریدونه کړی، چې له امله یې په ځینو ځایونو کې د رغونې چارې له خنډ او ځنډ سره مخ شوی.))نوموړی له طالبانو غوښتنه کوی ،چې په جګړو کې باید ملی شتمنیو او عامه تاسیساتو ته زیان وانهړوی، لوی بندونه د ولس ګډ مال دی، نو باید ولس په ګډه د دغو لویو پروژو ساتنه وکړو او امنیت کې برخه واخلی.شاه عروس بند د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې پروت دی، چې تازه یې د رغونې چارې بشپړې شوی او دم ګړۍ په کې اوبه ذخیره کېږی.سلما په هرات کې پروت د اوبو او برښنا ستر بند چې د هند په مرسته یې څو کاله وړاندې چارې بشپړې شوې خو کله ناکله د وسله والو له لوری پرې بریدونه کېږی.