روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

څو ځلې د ټاکنو کمېسیون پر سرور سایبری حملې شوې

تراوسه څو ځلې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر سرور سایبری حملې شوې دی.له تېرو څلورو ورځو راهیسې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون سرور ته د بایومتریک دستګاوو د معلوماتو د انتقال سرعت له ستونزو سره مخ و.د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، چې د سرعت د کموالی لامل یې پر سرور لا له وړاندې د درملوګ کمپنۍ له لوری د سایبری حملو د دفع کولو امنیتی تدابیرو زیاتوالى و.د دغه کمېسیون غړې رحیمې ظریفی پرون آزادۍ رادیو ته ویلی، چې تر اوسه څو ځلې د بایومتریک دستګاوو د اطلاعاتو پر زېرمتون یا سرور حملې شوی.دا چې څو ځلې حملې شوی، آغلې ظریفی وایی: په دې زه نه پوهېږم، کره نه شم ویلى ،چې څو حملې شوې، په هر صورت، هڅې شوې، خو هېڅکله هم نه دی توانېدلی، چې له لومړی امنیتی کمربنده تېر شی او سرور ته دننه شی، موږ په دې برخه کې هېڅ اندېښنې نه لرو، ځکه د درملوګ کمپنۍ ډاډ راکړی.دا چې په سرور حملې د چا او یا کوم هېواد له لوری شوې ، آغلې ظریفی په دې اړه معلومات ور نه کړل.درملوګ کمپنۍ د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د بایومټریک دستګاوو چمتو او مرکزی سرور د چارو سمبالوونکې ده. د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په کور دننه په مرکزی سرور باندې د سایبری حملو د دفع کولو امکانات نه لری.د دغه کمېسیون غړې ظریفه وایی: د انتخاباتو کمېسیون سرور ایمنی یا امنیتی تدابیر د جرمنی د درملوګ کمپنۍ له لوری نیول کېږی.د سایبری چارو کارپوهان وایی: هغه مهال چې د انتخاباتو د کمېسیون سرور په افلاین ډول کار وکړی، په کور دننه هکران کولی شی چې هغه هک کړی.د دغو چارو کارپوه فرید احمدی وایی: که چېرې سرور په انلاین ډول کار وکړی، د سیمې او نړۍ هکران کولی شی چې په سرور کې لاسوهنه وکړی او د ځان په ګټه ورکې بدلون راولی.اوس پوښتنه دا ده، چې ایا د درملوګ کمپنۍ کولی شی چې له جرمنی د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د مرکزی سرور امنیت خوندی کړی؟ښاغلی احمدی په دې اړه وایی: دوی (درملوګ) کولی شی چې هغه سرورونه چې ورسره دی او بل سرور چې په کابل کې او هلته جرمنی ته اطلاعات انتقالوی، د بهرنیو هېوادونو له حملو خوندی وساتی، خو په کور دننه نه شی کولی چې له سروره ساتنه وکړی.ښاغلی احمدی وایی:د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د خپلو سرورونو د ښې ساتنې او په کور دننه له هک کېدو څخه د مخنیوی لپاره مسلکی کسان په دندو وګماری.په ورته وخت کې د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوی رییس یوسف رشید وایی: کمېسیون باید تر اخری بریده هڅې وکړی، چې د کمېسیون سرور په کور دننه او بهر له هک کېدو وساتی.

ممکن است شما دوست داشته باشید