روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

څو تاره سپین ویښتان

ا..خالد

له ننه څه ناڅه لس میاشتې مخکې د یوې شپې کیسه درته لیکم او دا داسې کیسه ده چې زما سره پېښه شوې او خیال نه دی، بلکې یو حقیقت دی.

هسې خو ټولو ته معلومه ده چې هغه وخت کلیوالی سیمې هره شپه د چاپو، بمباردونو او جګړو د خطر لومړی خطونه وو،دا هر څه په کې پېښیدل، نو په داسې سیمو کې د شپې آرام خوب کول هم څه اسانه کار نه و.

ټوله ورځ مې باغ کې کار وکړ،د ماښام تیاره، چې خپرېده نو زه هم کور ته لاړم؛ په دې ورځ مې له یوه لری کلی خپلوانې هم راغلې وې، د هغوی سره تر ستړی مشی وروسته د ماښام د ډوډۍ ترتیب و، ډوډۍ مو وخوړله،یو ګیلاس چای مې وڅښه او یوه شیبه له مېلمنو سره په خبرو وم، خو دا چې زه ستړی شوی وم، نو ایله مې د ماسختن لمونځ وکړ او بالاخانې ته د خوب لپاره ولاړم. کور ودانې ته مې وویل ته بیا راځه نو ماته خوب راځی زه ستړی یم.

د خوب بستر ته له تللو سره سم ویده شوی وم شاوخوا لس بجې به وې چې د دروازې خلاصېدو آواز سره راویښ وم، و مې کتل چې مېرمن مې ده او ورسره مې وړه لورکۍ، خو زما سترګې هماغسې له خوبه ډکې وې او په بل اړخ بېرته ویده شوم. یو څو شیبې ویده وم چې مېرمنې مې راویښ کړم ویل ته وګوره د باندې خبرې دی، راپورته شوم او د کړکۍ د شیشې وړې ماتې شوې برخې نه مې د باندې  وکتل حیران شوم چې دا دومره زیات عسکر به چاپسې راغلی دی، خیر بیرته کیناستم او په همدې فکر کې وم چې اوس به څه کېږی، خو د کوټې په سر د درنو بوټانو ویروونکی آواز د فکر له ټاله را بهر کړم، مېرمن مې ماته رانږدې شوه په اوګو یې راته لاسونه کېښودل او ویې ویل خدای دې خیر کړی دا خو زموږ کور ته راغلل، ما ورته وویل صبر کوه الله پاک مهربانه دی. همدې خبرو کې وو، چې د بلې کوټې سرته را ښکته شول او ویروونکی غږونه یې شروع کړل، را ووځئ ژر کوئ ژر کوئ را ووځئ افغان امنیتی ځواکونه دی…. د کوټې نه راووتلو مېرمنې مې خپله وړه لورکۍ غیږه کې واخیسته د راوتلو وخت کې یې راته وویل زه مخکې وځم هسې نه په تا ډزې وکړی… مېرمن مې ووتله هغه لاندې ښکته شوه او زه ورپسې را ووتلم ویل لاسونه پورته که نه و مې ویشتلې!

سم پورته که لاسونه ژر کوه…. چار چاپېره مې وکتل د کور په ټولو دېوالونو، دروازه، د بالاخانې په سر او د کوټو په سرونو عسکر خپاره شوی وو، ویل یې ښکته شه ژر کوه وخت مه ضایع کوه هله هله…. لاندې ښکته شوم،و مې کتل چې د کور نور خلک ټول وېرېدلی،ترهېدلی ولاړ دی ماشومان هم راویښ شوی او حیران دی چې څه مصیبت راپېښ شوی دی…. عسکرو را باندې لاسونه شاته ولچک کړل او بهر یې روان کړم. کله چې یې له کوره وویستلم نو د کلی مخې ته یو میدانی کې یې کېنولم. هسې خو د چاپو سره عادت وم دا مې په کور څلورمه چاپه وه، ما د امریکایانو چاپه هم تېره کړې ده، خو فرق دومره وو چې په دې شپه صفر دوه وحشیان راغلی وو او د دوی دا عادت وو چې حتماً یې چاپه کې مرګ کاوه…. زه ناست وم یو څو شیبې وروسته یې زما د کور ښځې او ماشومان او مېلمنې هم ټول راوویستل، ماشومانو مې له یخنۍ ځانونه را غونج کړی وو د کلی مخې ته په لویه لاره کې یې هغوی ټول له مانه څو متره وړاندې کېنول، د یخ له وجې یې ژامې رپېدلې، سپینه سپوږمۍ وه خو په موږ توره د غم شپه….

د کور تالاشی یې شروع کړه. د باندې نه ماته د بالاخانې کړکیو کې تیزه رڼا ښکارېده چې د ننه عسکر لګیا دی تالاشی کوی. څو لحظې وروسته یې یوه تمانچه راوړه ویل دا ستا ده ما ویل هو… ویل په دې څه کوې پنجابیه، و مې ویل وروره خو کور دی هر څوک په کې څه ناڅه وسله ساتی!! ویل ډېر مه غږېږه چې ولم دې…. دا تحقیق او خبرې داسې حال کې وې چې شاته مې د کورنۍ غړی زنانه او ماشومان وېرېدلی ناست وو او دا هر څه یې کتل… بیا یې توره خلطه سرته راواچوله او ځان سره یې روان کړم. د کورنۍ له غړو بیا خبر نه وم چې څه حال به یې و، خو زه یې زندان ته یوړم تحقیق شو، رټل شول او سل نورې کیسې …. زندان مې تېر کړ او لږه موده وروسته یې بېرته را خوشی کړم، کلی ته چې را ورسېدم کوچنۍ لور مې ولیده له خوشحالۍ او حیرانتیا په ژړا شوه او ماته یې رامنډې کړې، کور ته چې داخل شوم مېرمنې ته مې وویل : بیا زما له بیولو وروسته څه وشول نور؟

ویل بیا یوه خاموشی وه، ماشومانو درپسې ژړل او پوهېدل چې پلار یې وحشی صفر دوه چاپې عسکرو یووړ، وروسته موږ د بام سر ته پورته شوو په ټول کلی خاموشی خپره وه هېڅوک له ډاره نه وو راوتلی، نه چا رڼا لګوله، مېرمنې مې وویل: موږ د ډزو غږونه واوریدل فکر مو وکړ چې ممکن ته به یې راته شهید کړی یې، د بام له سره مو په وېره وېره شاوخوا وکتل بېرته ویرجن راښکته شوو … زوی دې تر سهاره درپسې ژړل اخر ستړی شو او همداسې په ژړا ویده شو…. د مېرمنې خبرو کې مې د مېرمنې مینه، درد او خواخوږی حس کړه.

زندان کې یې راته د تحقیق په وخت کې مبایل راوړ ویل تا په دې مبایل ډېرې خطرناکې خبرې کړی دی دا ولې؟؟ ما ته یې راته ثبوت که بیا به ګورو چې ولې… مبایل کې یې ګوتې وهلې، زه خپله مبایل کې وایس ریکارډ افشن نه فعالوم کوم سره چې تیلیفونی مکالمې په خپله ثبتېږی. خو نه پوهېږم چې کوم وخت دغه سیسټم رانه فعال پاتې شوی و، د خبرو ریکارډ فولډر یې خلاص کړ، یو آواز یې چالان کړ چې مېرمنې مې ماته زنګ وهلی و او راته یې ویلی و: اورې؟ چېرته یې؟؟

تحقیق والا بېرته زما مبایل بند کړ ویل ځه وروسته به ګورو عسکرو ته یې وویل دا بېرته خپل ځای ته یوسئ… ماته مې هلته مبایل کې د مېرمنې دغه خبرو عجیب احساس راکړ، د مېرمنې څخه په جدایۍ راته د مېرمنې مینه، محبت، درد، همکاری او خواخوږی را یاده شوه. رښتیا هم موږ د مېرمنو په قدر نه یو پوهیدلی،خو هله به یې په قدر پوه شو چې یا ترې موږ جدا شو یا دا رانه جدا شی….

کور ته له راتګ سره سم مې اوله شپه هم عجیبه وه، هر څه راته بدل بدل ښکارېدل یوې خواته د آزادې فضا نه مې خوند اخیسته د آزادۍ قیمت او قدر راته معلوم شو، له زندان بهر دا آزاد ګرځېدونکی خلک راته نیکبخته ښکاره شول و مې ویل دا څومره نیکبخته دی چې بندیان نه دی که دوی بندیان شی نورې کیسې خو پرېږده د دې آزادې هوا او آزادۍ به هم ډېرارمانونه وکړی. کیسه داسې وه چې په اوله شپه بېرته خپلې کوټې ته لاړم نو مېرمن مې راغله او په خبرو خبرو کې مې د هغې ویښتانو ته پام شو چې یواځې په دغه لږه موده جدایۍ او د چاپې د شپې ویرجنو ساعتونو کې یې د سر څو تاره ویښتان مکمل سپین شوی وو، هو دایو تریخ حقیقت دی چې مخکې نه و، خو اوس مې چې داحالت ولید سخت درد یې راکړ، خپه شوم مګر مېرمنې ته مې څه و نه ویل نه مې ورته د دې خبرې یادونه وکړه چې ولې دې ویښتان دومره کمه موده کې سپین شول. ځکه زه پوهېدم چې دا یو درد و، د جدایۍ درد، د خپل خاوند درد، د خاوند د وژل کېدو او بندی کېدو د ویرې درد او د صفردوه قطعې د وحشیانو د وحشت درد….

د مېرمنې مې فقط څو تاره ویښتان سپین شول خو ماته یې پوره څو کتابونه درس راکړ، د مېرمنې قدر یې راته زیات کړ، پوه شوم چې مېرمن یعنې څه که ووایم چې کور دی، کور ودانه ده، ژوند دی، ښه ملګرې ده، مینه ده او همدردی ده، نو بیا به یې هم پوره صفت ونه کړی شم.

په پښتنی ټولنه کې د مېرمنې په اړه ډېر خلک ډېر بې بیباکه وی ظالم وی، بې پروا وی بې غمه وی د میرمنې قدر نه پېژنی، هغه مېرمن چې زموږ لپاره یې خپل پلار مور ورونه خویندې او نور خپلوان پرېښودل، زموږ خوښۍ کې خپله خوښی ګوری، زموږ په درد له موږه زیاته دردېږی، موږ ډېر کله تاوان وکړو، کار مو د لاسه ووځی، دنده له لاسه ورکړو، موږ وایو ځه خیر دا ژوند دی دغه کیسې راځی په کې، مګر دا مو باید هیره نه وی چې زموږ مېرمنې زموږ لپاره بیخی زیاتې خفه کېږی. دومره زیاتې چې موږ یې فکر هم نه شو کولای… نیکه او صالحه مېرمنه په دې دنیا د الله پاک هغه لوی او عظیم نعمت او هغه ستره تحفه ده چې خاوند لپاره د هغې نه پرته دا ژوند نیمګړی او مصیبت دی او یواځې د یو کړاو نوم دی. د مېرمنې قدر له هغه چا وپوښتۍ چې مېرمنې یې وفات شوی وی او دوی اوس کور کې مېرمن نه لری له هغو مسافرو یې قدر وپوښتئ چې کلونه کلونه یې زندانونه کې تېر کړی و، یا د مسافرۍ سختۍ تېروی او له خپلو کورونو لرې وی… د مېرمنو قدر وکړئ، مینه ورکړئ، ستاسو خوشحالی د هغوی لپاره له کوره جنت جوړوی. بیا پښتنې مېرمنې خو زه وایم الله پاک دې بې حسابه جنت ته بوځی چې له داسې خاوندانو سره وخت تېروی آن پوډری، لیونی، عصبی، نېشه یی او… خاوند به یې وی خو دا بیچاره ګۍ به ورته ناسته وی کله به هم د بغاوت، طلاق، تېښتې یا… فکر ونه کړی زموږ پښتنې مېرمنې هم انسانان دی زړونه یې خوشحالی غواړی، ساعت تیری، چکر تفریح او آرام غواړی. مګر د پښتنی ټولنې ناسم رواجونه، نېشه یی او بې لارې خاوندان، د خواښې او اندرور فوق العاده امرونه او ډول ډول طعنې، کورنۍ نورې لانجې، د خاوند غربت یا د خاوند نورې بدبختۍ او ناخوالې یې د ژوند تر پایه غمجنې ساتی ومری قبر ته لاړې شی خو خوښی و نه وینی.

زموږ ډېر ځوانان خپلو مېرمنو ته پام نه کوی له کوره بهر به په مبایل او فیسبوک د پردیو بدکاره نجونو سره ساعتونه ساعتونه مجلسونه کوی خرچې به ورلېږی تحفې به ورکوی خو برعکس خپلو مېرمنو ته یواځې د وینځو او مزدورانو، یا یو پیټی په نظر ګوری!!… ما دا هرڅه په خپله ټولنه کې لیدلی دی. نو هیله مې دا ده چې مېرمنو ته وخت ورکړئ و یې نازوئ دوی ستاسو دی تاسو د دوی یاست، مېرمنې ستاسو د ژوند دایمی ملګرې دی ښه مېرمن به د خپل خاوند نه پرته جنت کې هم خوشحاله نه وی او د خپل خاوند غوښتنه به کوی….. خبره رانه اوږده نه شی کیسه مې د خپل ژوند یوه خاطره وه تاسو سره مې شریکه کړه. زموږ مېرمنې له موږ سره تر هغې زیاته مینه لری څومره چې موږ یې فکر کوو. زموږ درد او غم د هغوی درد او غم دی او زموږ خوښی د هغوی خوښی ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید