روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

څه د پاسه ۴۳۶۱ ښځو ته د کار زمینه برابرېږی

په خوست کې د اسلامی امارت ځایی چارواکی وایی چې د دغه ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې ۴۳۶۱ ښځو ته د کار زمینه برابرېږی.مسئولین وایی، چې د  (NAC)موسسې په مرسته به د دغه ولایت د مرکز په ګډون په صبریو، علیشر تریزی، باک، موسی خېلو، قلندر، نادرشاه کوټ او سپېرې ولسوالیو کې د کورنیو بڼونو (  Home Gardening ) په برخه کې ۴۳۶۱ ښځو ته کاری فرصتونه پروژې پیل شی.د یادې موسسې ولایتی مسئولین الف جان او نجیب الله ګربز وایی، چې په مرکز کې به ۸۱۶ او په هرې ولسوالۍ کې به ۵۰۰ ښځو ته کاری فرصتونه ایجاد شی.

په خبره یې، هرې مېرمنې ته به له کرنې سکتور سره په همغږۍ اته ډوله د سبو اصلاح شوی تخمونه او د بڼوالۍ توکی ورکړل شی.په ورته وخت کې د خوست د اقتصاد ئیس د یادې موسسې مسئولینو ته د ولایتی ادارې په استازیتوب د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې د ورته پروژو په پلې کېدو سره به ډېری کورنۍ پر ځان بسیا او له دغې لارې به وکولای شی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړی. باختر

ممکن است شما دوست داشته باشید