روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

څنګه تل خپلواک واوسو؟!

خپلواکی د الله تعالی ډېر ستر نعمت دی او ددې ستر نعمت په قدر هغوی ډېر ښه پوهېږی، چې خپلواکی یې تروړل شوې وی، له آزادۍ محروم ملتونه خپل تصمیم په خپله نشی نیولی، ملی ګټې یې نه وی معلومې، برخلیک یې بادار ټاکی او تش په نامه حکومتونه او ادارې یې په ټولو برخو کې د بادار خبره تکراروی.

د تېر۱۴۰۰ل کال  د اسد میاشتې په څلېرویشتمه نېټه زموږ د تاریخ ویاړلی باب ته یو نوی افتخار وراضافه شو، په دغه ورځ الله تعالی موږ یو ځل بیا د خپلواکۍ په ستر نعمت ونازولو، راڅخه تروړل شوې خپلواکی مو بېرته ترلاسه کړه، اشغالګر او ملګری یې ټیټې سترګې زموږ له هیواده واېستل شول، زموږ د بې شمېره سرښندونکو ارمانونه پوره شول او موږ د یو خپلواک، مرکزی او اسلامی نظام څښتنان شوو. الحمدلله!

دا لومړی ځل نه دی، چې موږ خپلواکی ترلاسه کوو، بلکې له دې وړاندې هم له انګریزانو او پخوانی شوروی اتحاد څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو ویاړ او تجربه لرو. که څه هم څو ځله ازادی ترلاسه کول تر شا د ویاړونو، شاهکارونو او بې شمېره سرښندنو لوی داستانونه لری او د افغانستان د طبیعی پیدا شوی خپلواک ملت راز راښیی.

خو زموږ د یوې سترې نیمګړتیا غمازی هم کوی، چې موږ ولې خپله خپلواکی له لاسه ورکوو او ولې هر ځل د خپلواکۍ اخیستلو او ګټلو ته اړ کېږو؟ ولې مو هر ځل په دې لاره کې سلګونه زره ځوانان قربانی کېږی؟ موږ ولې خپله خپلواکی په تلپاتې خپلواکۍ نشو بدلولی؟

دا ځکه چې موږ د ښو صفتونو تر څنګ یو لړ کمزورۍ او نیمګړتیاوې هم لرو، تل باید یوازې خپل ښه صفتونه او ویاړونه ونه شاربو، بلکې کله ناکله باید خپلې نیمګړتیاوې هم وسنجوو، ټول عمر یوازې پر تېرو وختونو ویاړل مو د راتلونکې لپاره له کار څخه غافلوی. موږ رښتیا هم له ویاړونو ډک تاریخ لرو، خو دا هېڅکله په دې معنا نه دی، چې موږ دې لاس تر زنې کېښنو او د خپلې راتلونکې لپاره  دې نور هېڅ نه کوو.

واقعیت دادی چې خپلواکی په سرښندنو ګټل کېږی، خو ګټلې خپلواکی بیا په نه تسخیرېدونکی نظامی ځواک، پوهه، سیاسی بصیرت، فعاله ډیپلوماسی او خپلواک، ځواکمن اقتصادی نظام ساتل کېږی. موږ هر ځل د ډېرو زیاتو قربانیو په بدل کې خپلواکی اخیستې، خو بیا مو په ډېره ارزانه بیه بېرته له لاسه ورکړې.

دا ځل بیا د الله تعالی په ستر احسان او د افغان ملت د لسګونو زرو ځوانانو د بې سارو قربانیو په برکت موږ له شل کلن اشغال وروسته د خپلواکۍ څښتنان شوو، دا ځل مهمه ده چې ددې ورځې پر لمانځلو سربېره باید موږ په ټول توان د خپلواکۍ د دوام لپاره شپه  او ورځ کار وکړو، له تېر څخه زده کړه وکړو او هغه نیمګړتیاوې له منځه یوسو، چې زموږ خپلواکی ګواښی.

اوسنی افغان نظام باید خپل ټول وس وکړی، چې پر خپلو پښو ولاړ، د ټولو اړینو پوځی تجهیزاتو درلودونکی او پر دینی او ملی روحیه سمبال پوځ جوړ کړی. پر دینی تعلیم سربېره باید عصری تعلیم ته هم بشپړه پاملرنه وکړی او د ټیکنالوجۍ په برخه کې د هیواد د ځان بسیاینې پر لور چټک ګامونه پورته کړی. د دینی مدارسو او ښوونځیو په ښوونیزو نصابونو کې دې د خپلواکۍ پر اهمیت او دغه راز له هیواد او خاورې سره د مینې په هکله مضامینو ته ځای ورکړل شی.

له نورو هیوادونو سره د سم او پر خپلو ګټو د راڅرخېدونکو اړیکو لپاره فعاله ډیپلوماسی باید لا ډېره ځواکمنه شی، له سیمې او نړۍ سره تعامل کې خپلې ګټې باید سره کرښه وګڼل شی، خو د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په برخه کې لومړیتوبونه او لنډمهالې او اوږدمهالې ګټې تعقیب شی. او دغه راز د یو خپلواک او ځواکمن اقتصادی نظام د جوړولو لپاره ډېر کار وشی، موږ تر هغې د نورو له اغېزو څخه ځان نشو ساتلی، تر څو د یو ځواکمن او پر خپلو پښو د ولاړ اقتصاد څښتنان نشو.

په دې هکله ملت هم باید د نندارچی په توګه یوازې ننداره ونه کړی، د نړۍ هر ملت د خپل هیواد په استحکام کې ډېر مهم رول لری، په نوره نړۍ کې ملتونه د هیواد د ابادۍ لپاره کار کوی، خو موږ لمر ته په دې هیله شین چای څښو، چې نور به راځی او زموږ هیواد به راته جوړوی!

ملت او حکومت باید په ګډه ددې هیواد د خپلواکۍ د ساتلو او پرمختګ په برخو کې خپل مسئولیتونه په سمه توګه سرته ورسوی او موږ هم باید د نورو انسانانو په څېر په امن، خوښۍ او خپلواکۍ کې ژوند وکړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید