روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ځواکونه باسو، خو افغانستان یوازې نه پرېږدو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ویلی، چې دوی په افغانستان کې خپل اهداف ترلاسه کړی او اوس وخت رارسېدلی، چې خپل پوځیان له دغه هېواده وباسی.انتونی بلینکن له سی‌بی‌اس نیوز سره په مرکه کې ویلی ،چې افغانستان ته د امریکایی سرتېرو د تګ هدف د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د طراحانو له منځه وړل و، چې په خبره یې دا هدف تر لاسه شوی دی.د نوموړی په خبره له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو په صورت کې به دا هېواد یوازې نه پرېږدی، د امریکا سفارت به په افغانستان کې وی او امریکا به د افغانستان اقتصادی، انسانی او پراختیایی ملاتړ ته دوام ورکړی.بلینکن زیاته کړې، چې دوی به د خپلو ځواکونو تر وتلو وروسته د هرې سناریو پر وړاندې مبارزې ته چمتو اوسی.څو ورځې مخکې جو بایډن هم د ولسمشر په توګه د امریکا کانګرېس ته پر خپله وینا کې وویل ،چې ځواکونو یې په افغانستان کې خپل هدف ترلاسه کړی او وخت یې رارسېدلی، چې خپل سرتېری له دغه هېواده وباسی.جوبایډ وویل: امریکا شل کاله مخکې د القاعدې د ختمولو لپاره افغانستان ته لاړه او هلته یې د اسامه بن لادن په وژلو سره خپل هدف ترلاسه او په افغانستان کې یې د القاعدې تروریستی ګواښ تر ډېره کم کړ.انتونی بلینکن داسې مهال دا څرګندونې کړی ،چې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو او افغان ځواکونو ته د اډو سپارلو بهیر رسماً پیل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید