روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ځانګړو ځواکونو په کابل کې ىو ټن چاودېدونکی مواد نىولی

چارواکی وایی چې امنىتی ځواکونو په کابل ښار کې ۱۰۰۰ کىلو چاودېدونکی مواد کشف کړی دی.دوى په دې تړاو د څو تنو د نىولو ادعا هم کړې ده.د کورنىو چارو وزارت وایی چې د ىو ټن چاودېدونکو موادو په کشفولو ىې په پلازمېنه کابل کې د څو ترورىستی حملو مخه
نىولې ده.

امنىتی چارواکو د دوشنبې په ورځ رسنىو ته ووىل چې ځانګړو ځواکونو له دې جلا په ىوه بله چاپه کې ۵۰۰ کىلو چاودېدونکی مواد نىولی دی.افغان امنىتی ځواکونه هر څه موده وروسته په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د چاودېدونکو موادو د کشف خبر ورکوی خو له دې سره سره ترورىستی برىدونه دوام لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید