روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

پېچلی مزل، نصرت او بری

قاری عباس

د امریکا په مشرۍ تقریباً د ټولې معاصرې نړۍ د سیاسی، استخباراتی، اقتصادی، تخنیکی، نظامی او تبلیغاتی جګړې په وړاندې د طالبانو(( اسلامی امارت)) غوندې په مادیاتو د کمزورو مسلمانانو بری د نظام پر ساتلو او چلولو سربېره په دې بحران کې طالب سره یې د هم عقیدې مسلمانانو ډېریدل، تقریباً له پنځوس کلنې جګړې وروسته د ښځو په پرتله د افغان ځوانانو ډېرښت او په دې بلا مشکلاتو کې د افغانستان د اسلامی امارت له خوا د افغانانو غوندې د سرشاره خلکو تنظیم د طالب د حقانیت او  ورسره د رب العلمین د نصرت ښکارندویی کوی.

په عموم کې دا هر څه د اتحاد، تقوا او پر اسلام د عمل، د نېکانو د لویو قربانیو او جهاد ثمره ده، قادر ذات دې آسانه کړی راتلونکی هم همدا لاره او همدا مزل دی، تر څو نړۍ د شیطان او د شیطان د ملګرو د حکمرانۍ څخه په امن شی.

طالبان د موجوده وخت مجاهدین، ډېری علماء او متقیان دی د شهادت د مرګ خاوندان او نړۍ کې فساد اوج ته رسېدلی، نو همدا فلسفه مو د الله تعالی او اسلام دښمن سره جهاد ته بیا اړباسی بس ښه به وی چې دا پیچلې لاره  داسې مدیریت شی چې بیا پکې دارنګه قربانیو او هجرت ته اړ نه شو.

د نړۍ د اکثره دښمنې برخې په اوکراین کې بوختیا او په نړۍ کې د اقتصادی مشکلاتو صفحه بل د بری زیری دی طالب ته چې پکې مزل کولی شی، ان شاءالله چې طالب څومره په اسلامی شریعت د عمل ګراف لوړوی حاصل کې یې تمه ډېره زیاته ده چې شریر خلک به په خپل شرارت کې مبتلاء شی او د شر پایله به یې لکه څنګه چې خالق تعالی د طالب په خیر تمامه کړې بیا به یې هم ګټه د طالب شی او نورې ډېرې د بری لارې به حکیم ذات طالبانو ته برابرې کړی.

همدا د امریکا په مشرۍ ناټوخېل او غلامان یې وو چې شل کاله یې لویه فتنه جوړه کړه پایله کې ذلیل شول، طالبان کامیاب د غنیمتونو او نظام خاوندان شول، دا اوس یې چې خپله ماته یقینی ولیده قصداً یې اقتصادی مشکلات جوړ کړل له فتحې وروسته یې بندیزونه او ډېر زیات منفی او تخریبی تبلېغات پیل کړل ،چې په افغانستان کې لوږه، تنده او بېوزلی ده په دې غرض چې دنیاوالو ته وښیی طالب نظام نشی چلولی برعکس د نړۍ خلکو کومکونه را روان کړل. حال دا چې په هند، پاکستان او نورو افریقایی هېوادونو کې د خلکو زیږون په سرکونو، میدانونو او ځنګلونو کې کېږی له سر پناه او مناسب هستوګنځی پرته ژوند کوی او ورپسې په همدې کړیدلی حالت کې مری اوڅوک نشته چې حال یې مرسته کوونکو ته ورسوی، خو د طالب یوه وړه تېروتنه غټ مشکل معرفی کړی، نو ګټه یې دا هم اسلامی امارت ته شی چې طالب د دوی د غوغا او تبلېغاتو له ویرې تل ځیرک او په عمل کې محتاط وی.

خلاصه د طالبانو  تحریک له پیل څخه تر دې دمه د طالبانو  مزل ته په کتلو که طالبان همدا لاره ونیسی پرې به په اقتصادی بندیزونو او رسمیاتو نه پېژندلو هم امریکا او متحدین یې پښیمانه او طالبان به انشاء الله امید ډېر زیات دی چې د نړۍ په سطحه د بری برخمن په دې هم شی چې د دې عصر د نیکانو او علمیت په اساس د قرآنکریم او نبوی حدیثو نسبت ورته کېږی ، نو دا چې حاکمیت د دوی په لاس کې دی بس د پیغمبر دا وارثین به رب العزت د شیطان د لښکر په وړاندې نه بې عزته کوی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید